د هالنډ برید؛ مشکوک بریدګر نیول شوی

.ګوکمېن تانیس

د عکس سرچینه، @POLITIEUTRECHT / TWITTER

د عکس تشریح، د مشکوک کس یو عکس د اوترخت ښار د پولیسو پر ټویټر هم خپور شوی دی.‌

د هالنډ‌ پولیس وايي د ډزو له امله د اوترخت په ښار کې یو کس وژل شوی او ګڼ نور ټپیان دي. مشکوک بریدګر چې ترکی دی نیول شوی.

پولیسو ویلي، مشکوک کس ۳۷ کاله عمر لري او په هغې ودانۍ کې نیول شوی چې د لټون عملیات یې پکې روان وو.‌

وړاندې پولیسو ویلي وو، د ګوکمېن تانیس په نامه د یوه ۳۷ کلن مشکوک کس په لټه کې دي چې ترکیه کې زیږېدلی دی.‌

د مشکوک کس یو عکس د اوترخت ښار د پولیسو پر ټویټر هم خپور شوی دی.‌

بریدګر د پېښې له ځایه تښتېدلی و.

د ښوونځیو بندول

د هالنډ پولیس وایي د ډزو له امله د اوترخت په ښار کې درې کسان وژل شوی او ګڼ شمېر نور ټپیان شوي دي.

دې Facebook پوسټ نه تېرشئ

منځپانګه نه شته

په Facebook کې نور وګورئ بي بي سي. بي بي‌ سي‌ د نورو ویبپاڼو د محتوا مسوله نه ده.

د ‍پوسټ Facebook پای

د پولیسو یوه ویاند ویلي چې ګوکمېن تانیس له ډزو وروسته له سیمې په یوه موټر کې تښتېدلی. پولیسو سیمه کلابنده کړې.

چارواکو ښوونځیو ته امر کړی چې دروازې بندې وساتي، ځکه ګومان کېږي چې بریدکوونکی اوس هم ازاد ګرځي.

دغه برید د اکتوبر پلېن ۲۴ په نامه د ښار منځ ریل په یوه تمځای کې شوی، خو پوره څرنګوالی یې تر اوسه نه دی معلوم.‌

ترهګرۍ ضد پولیس په سیمه کې لیدل کېږي.

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، ترهګرۍ ضد پولیس په سیمه کې لیدل کېږي.

یوه کس د سترګو لیدلی حال ووایه، چې یوه کس ناڅاپي هرې خوا ته ډزې پیل کړې.

د هالنډ لومړي وزیر مارک روتې ویلي حکومت یې بېړنۍ ناسته کړې.

پولیسو د هوایي ډګرونو شاوخوا امنیت زیات کړی.

د اوترخت د طبي پوهنتون د بیړنۍ مرستې برخه د ټپیانو د درملنې لپاره پرانیستل شوې.

د اوترخت ښار د ټرانسپورټ چارواکو سیمه د خلکو پر مخ تړلې.