د نړۍ یو تر ټولو لوی قاچاقبر محکمه کې مجرم اعلان شو
د مکسیکو د نشه يي توکو لوی قاچاقي هواکین ګوزمان چې په ال چاپو مشهور دی، په یوه محکمه کې محکوم شو.
نوموړی د نشه يي نړۍ پلار هم بلل کېږي.
هغه چې د محاکمې لپاره له مکسیکو امریکا ته لېږدل شوی له یو میلیارد ډېرو ډالرو لرلو سره د نړۍ د بدماشانو سخت وېروونکی مشر بلل کېږي.
نیویارک کې محکمې ال چاپو په لسو تورونو مجرم وپېزاند.
په ده د کوکاین، پوډرو، بې قانونه وسلې لرلو او پیسو سپینولو تورونه پورې دي.
ګوزمان چې ۶۱ کلن دی، اوس باید د خپلې سزا لپاره په تمه وي، چې فکر کېږي عمري بند دی.

د عکس سرچینه، EPA
د بي بي سي د رپوټ له مخې، هواکین ګوزمان چې توره کورتۍ او درېشي یې اغوستې او نیکتايي یې تړلې وه د محکمې حکم احساساتي نه کړ.
له محکمې وتلو کې یې وکیلانو ته لاس ور کړ.
۲۹ کلنه مېرمن یې اماکورونل چې د ښکلا پخوانۍ ملکه هم ده په محکمه کې حاضره وه.
ال چاپو د ډېرو کلونو لپاره د مکسیکو د سنالوا جنایتکارې ډلې مشر و، چې د دغه هېواد د قاچاقي ډلو ترمنځ جګړو کې د زرګونو کسانو د وژنې مسووله ده.
د ال چاپو د محاکمې څارنوالانو سینالوا امریکا ته د نشه يي توکو د قاچاق تر ټولو ستره ډله وبلله.
نوموړی امریکا ته تر سپارل کېدو مخکې څو ځلې مکسیکو کې ونیول، محاکمه او زنداني شو، خو د خپلو وسلوالو په همکارۍ او بډو ور کولو سره له بند بیا بیا وتښتېد.
مګر د ۲۰۱۶ کال جنورۍ کې او له بند تر تېښتې پنځه میاشتې وروسته نیول کېدو پسې د امریکا په غوښتنه دغه هېواد ته وسپارل شو.
د سې شنبې په ورځ او تر ۱۱ اونیو محاکمې وروسته قاضیانو په پټ ډول ال چاپو په ټولو تورونو مجرم وباله.

د عکس سرچینه، GETTY/ EPA
د محکمې قاضي د دې قضیې له منصفه یا ژوري پلاوي مننه وکړه چې دغه سخته محاکمه کې یې برخه اخیستې وه.
د نوموړي د محاکمې بهیر کې ژوري پلاوی په ځانګړو تدابیرو کې محکمې ته لېږدول کېده، ځکه ویل کېدل چې ال چاپو یې د وژلو امر کړی دی.
تېر کال د نوموړي محاکمه کې یوه شاهد ادعا وکړه چې ال چاپو د مکسیکو پخواني ولسمشر انریکه پنیا نیتو ته په ۲۰۱۲ کال کې سل میلیون ډالر بډې ور کړې وې.
الیکس سیفونتز چې ځان د ال چاپ، یو پخوانی مرستیال بولي ادعا کوي چې د پیسو د دې ور کړې رپوټ یې پر ۲۰۱۶ کال چارواکو ته رسولی و.
انریکه پنیا نیتو له ۲۰۱۲ کال تر ۲۰۱۸ کال د مکسکو ولسمشر و.
د محکمې لیکونو کې دغه کس ادعا کړې چې ولسمشر د ۲۵۰ میلیون ډالرو غوښتنه کړې وه، خو اخر کې پر سل میلیون ډالرو راضي شو.
د نړۍ میلیاردر

د عکس سرچینه، Getty Images
سینالوا د نړۍ د جنایتکارو ډلو کې تر ټولو وېروونکې ده او له نژې شلو کلونو راهیسې یې مشري د ال چاپو سره وه.
نوموړی تر تېر کال چې امریکا ته سپارل کېده د اېف بي ای د تعقیب نوملړ سر کې و.
امریکا یې د نیولو لپاره پنځه میلیون ډالر جایزه ټاکلې وه او په ورته مهال یې نوم فوربز مجلې د نړۍ د میلیاردرانو نوملړ کې راوستی و.
د رپوټونو له مخې د ال چاپو تر نیول کېدو وروسته اسماعیل ګارسیا (ال ماریو) د سینالوا مشر شو.










