د نړۍ د کاتولیکانو مشر متحده عربي اماراتو کې

پاپ

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د ابوظبۍ ولیعهد د پاپ هرکلي ته هوايي ډګر ته ورغلی دی.

د نړۍ د کاتولیکانو مشر پاپ فرانسیس د دینونو غونډه کې د ګډون لپاره د یکشنبې په ورځ متحده عربي اماراتو ته ورسېد.

دا لومړی ځل دی چې یو پاپ عرب ټاپو وزمې ته ځي.

ابوظبۍ هوايي ډګر ته د هرکلي لپاره د دې سیمې ولیعهد شیخ محمد بن زید النهیان ورغلی و.

پاپ د سې شنبې په ورځ د کاتولیک کلیسا د دوعا مراسم لري او تمه ده چې له یو لک شل زرو ډېر کسان پکې ګډون وکړي.

دا سفر په داسې مهال دی چې پاپ فرانسېس د یمن د جګړې نیوکګر(منتقد) دی.

امارات په دغه جګړ کې د سعودي په مشرۍ د عرب ټلوالې غړی دی.

ازهر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، پاپ د مصر د ازهر جومات له امام سره هم ګوري.

پاپ اماراتو ته تر تللو مخکې هم د یمن پر جګړه اندېښنه وښوده.

هغه وویل: "د یمن خلک له دې اوږدې جګړې ستړي شوي، ډېر ماشومان له لوږې رنځېږي، خو د خوړو ګودامونو ته یې لاس نه رسېږي. د دې ماشومانو او مور پلار غږ یې د خدای تر غوږونو رسېږي".

اماراتو کې د شتوالي پر مهال د یمن جګړې یادول یا پرې چوپ پاتېدل هغه مسله ده چې رسنۍ یې پوره ځیرتیا سره څاري.

هغه تېر کال هم له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې یمن کې د انساني کړکېچ د لا ډېر خرابېدلو مخه ونیسي.

ابوظبۍ ته سفر کې د نړۍ د کاتولیکانو مشر د قاهرې د ازهر جومات له امام شیخ احمد الطیب سره ویني چې د سني مسلمانانو یو مهم مشر بلل کېږي.

پاپ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، متحده عربي اماراتو کې نږدې یو میلیون عیسایان ژوند کوي.

دمګړۍ نږدې یو میلیون کاتولیک مسیحیان په متحده عربي اماراتو کې ژوند کوي.

ډېری دا وګړي له فلیپین او هند اماراتو ته کډه شوي دي.

پاپ فرانسیس د پنجشنبې په ورځ یوه ویډیو پیغام کې اماراتو ته خپل سفر "د سیمو ترمنځ د اړیکو نوی څپرکی" وباله او ویې ویل دا سفر به ډېر خلک خوشال کړي.

پاپ امارات داسې ځمکه وبلله چې هڅه کوي "د ګډ ژوند، انساني ورورولۍ، د تمدونونو او کلتورونو د یو ځایېدو په ماډل" بدله شي.

امارات په سیمه کې سعودي ته ډېر نږدې هېواد بلل کېږي، چې د عیسویانو په ګډون د نامسلمانانو لپاره خورا سخت قیودات لري.