امریکایي پوځیانو ولې د کلیسا زنګونه غلا کړل؟

زنګونه

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، دا زنګونه اوس ۱۱۷ کا له وروسته بېرته فلپین ته ورکړل شول

هغه درې لوی زنګونه چې سل کاله پخوا امریکایي ځواکونو لوټلي وو، اوس یوه پېړۍ وروسته بېرته په فلپین کې اصلي کلیسا ته ورکړل شول.‌

په فلپین کې دا زنګونه د استعمار پر ضد د دې هېواد د جګړې او خپلواکۍ سمبول بلل کېږي او له همدې کبله ولس ته مقدس دي.

د زنګونو د بېرته را ستنېدو په مناسبت د فلپین په بلنګیګا کې د شنبې پر ورځ مراسم جوړ شوي وو.

ولسمشر رودریګو دوتېرتې په خپله وینا کې د خپلو هېوادوالو او امریکا ستاینه وکړه چې ۱۱۷ کاله پخوا لوټل شوي اثار یې خپل اصلي ځای ته ستانه کړل.‌

امریکایي ځواکونو د ژېړو دا زنګونه څه باندې یوه پېړۍ وړاندې له فلپین سره د جګړې پر مهال لوټلي وو.

فلپین

د عکس سرچینه، AFP/GETTY

د عکس تشریح، ولسمشر رودریګو دوتېرتې په خپله وینا کې د خپلو هېوادوالو او امریکا ستاینه وکړه چې ۱۱۷ کاله پخوا لوټل شوي اثار یې خپل اصلي ځای ته ستانه کړل.‌

د فلپین لخوا د څو لسیزو تر فشار وروسته امریکا په تېره اګست میاشت کې اعلان وکړ چې یاد زنګونه به بېرته فلپین ته ورکوي.‌

ولسمشر دوتېرتې د شنبې پر ورځ وویل، د دې چارې شاباسی باید د فلپین او امریکا خلکو ته ورکړل شي.‌

نوموړي په ۲۰۱۷ کال کې هم د دې زنګونو د بېرته ور ستنولو غوښتنه کړې وه.

د امریکایي ځواکونو لخوا دې زنګونو د لوټل کېدو کیسه هم تاریخي ارزښت لري.

په ۱۹۰۱ کال کې د بلنګیګا په سیمه کې فلپیني وسله والو په یوه کمین کې ۴۸ امریکایي پوځیان ووژل.

د دې برید په غبرګون کې د هغه مهال امریکایي جنرال جېکب سمېت امر وکړ چې ټوله سیمه دې د وحشت تر کچې وېجاړه شي.

زنګونه

د عکس سرچینه، copyrightEPA

د عکس تشریح، د زنګونو د بېرته را ستنېدو په مناسبت د فلپین په بلنګیګا کې د شنبې پر ورځ مراسم جوړ شوي وو.

ویل کېږي چې په ځوابي عملیاتو کې امریکایي پوځ زرګونه فلپینیان ووژل او د کلیسا دا درې زنګونه یې د خپلې بریا د سمبول په توګه له ځان سره وېوړل.

په امریکا کې یو شمېر سیاستوالو فلپین ته د دې زنګونو د بېرته ورکولو مخالفت کاوه، او ټینګار یې کاوه چې دا د امریکايي ځواکونو د قربانۍ نښه ده.

خو د څو لسیزو تر فشار وروسته درې واړه زنګونه اوس بېرته فلپین کې خپلې اصلي کلیسا ته رسېدلي.‌