پر 'زرګونو ماشومانو د جرمني کشیشانو جنسي تېری'

د عکس سرچینه، Getty Images
یوه افشا شوي رپوټ په ډاګه کړې ده چې جرمني کې د کاتولیکې کلیسا کشیشانو د ۱۹۴۶ او ۲۰۱۴ کلونو ترمنځ پر زرګونو ماشومانو جنسي تېری کړی.
درو جرمن پوهنتونونو د کلیسا په ګټه دا رپوټ چمتو کړی چې په پام کې وه د روانې میاشتې پر پنځه ویشتمه خپور شي، خو خبري رسنیو له وخت وړاندې خپور کړ.
د جرمني دیر شپیګل کې دې خپاره شوي رپوټ کې راغلي، جرمني کې د کلیسا ۱۶۷۰ کشیشانو پر ۳۶۷۷ ماشومانو او زلمیانو جنسي تېري کړي دي.
د کلیسا ویاند ویلي، د رپوټ د پایلو له کبله خجالت دي.
درېیو پوهنتونونو د ۲۷ کلیساوو کابو ۳۸ زره اسناد څېړلي او دې پایلې ته رسېدلي چې د کلیسا له خوا دا جنسي تېري ښايي د افشا شویو اسنادو پرتله ډېر وي؛ ځکه چې ډېری اسناد پټ ساتل شوي دي.

د عکس سرچینه، Reuters
دا رپوټ په نړۍ کې د کاتولیکې کلیسا چلوونکو کشیشانو له خوا پر ماشومانو د جنسي تېري د رپوټ په درشل کې خپور شوی.
تادیبي سزا
د نوې څېړنې له مخې، یوازې د ۳۸ سلنه جنسي تېري کوونکو دوسیې څېړل شوې دي، چې زیاترو ته یې مازې تادیبي سزاګانې ورکړل شوې دي.
په څېړنه کې راغلي، ډېری قربانیان ماشومان دي او تر نیمايي د ډېرو عمرونه یې دیارلس کاله یا ټیټ دي.
د کاتولیکې کلیسا غبرګون
د جرمنۍ کلیسا کشیش سټیفن اکرمان ویلي، "موږ ته د هغو جنسي تېریو کچه معلومېږي چې رپوټ په ډاګه کړې ده او د خجالت احساس کوو."
دی وايي، ددې رپوټ هدف "زموږ په کلیسا کې پر تیاره اړخ رڼا اچول دي، نه دا چې د زیانمنو شویو لپاره انصاف وي، دا ټول ددې لپاره چې دا تېروتنې بیا تکرار نه شي."
اکرمان زیاتوي، رپوټ مخکې له دې د خبري رسنیو له خوا افشا شوی، چې کلیسا یې پخپله پایلې اعلان کړي.
واتیکان تر اوسه په مستقیم ډول د دیر شپیګل له خوا د رپوټ د پایلو خپرېدو په تړاو غبرګون نه دی ښودلی، خو پاپ فرانسیس راتلونکې فبرورۍ ته د نړۍ له لروبره زرګونه کشیشان واتیکان ته ورغوښتي چې د ماشومانو د ساتنې پر څرنګوالي وغږېږي.










