"پاپ فرانسیس باید د کاتولیک کلیسا مشري پرېږدي"

د عکس سرچینه، Getty Images
انډیپنډینټ ورځپاڼه لیکی د واتیکان یوه پخواني چارواکي ویلي، پاپ فرانسیس باید د کاتولیکې کلیسا د پادریانو او نور مذهبي عیسايي مشرانو له خوا د ماشومانو د جنسي ځورونې له امله خپله دنده پرېږدي، ځکه پاپ هم دا پيښې له پامه غورځولي دي.
ورځپاڼه لیکي کارلو ماریا فیګانو ویلي، پاپ پنځه کاله وړاندې د هغو ادعاوو په اړه خبر درلود چې امریکايي کاردینال چې د کاتولیک کلیسا یو لوړ مقام دی، په جنسي تېري کې لاس لري. پاپ د دې امریکايي کاردینا استعفا تېره میاشت ومنله.
ایکسپرېس ټرېبیون ورځپاڼه
ایکسپرېس ټرېبیون ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې د پاکستان نوي حکومت لپاره بهرنۍ کړنلاره یو چیلنج بللی او زیاتوي چې بهرنۍ کړۍ ډیرې پيچلې، حساسې او دقیقې دي هغه که له هند ، امریکا ، افغانستان او یا د پاکستان له نورو متحدو هېوادونو سره دي.
ورځپاڼه لیکي چې لومړی وزیر عمران خان د افغانستان په برخه کې د پاکستان په اړه ښکاره دریځ درلود.
هغه د افغانستان په چارو کې د نه لاسوهنې خبره کړې او دا د ورځپاڼې په وینا د تېر پرتله د پام وړ دریځ دی.

د عکس سرچینه، PTI
ورځپاڼه همدې دریځ پیاوړي کولو ته اشاره کوي او زیاتوي چې له افغانستانه د شوروي اتحاد د ځواکونو له وتلو وروسته پاکستان د افغانستان په چارو کې لاسوهنه کړې او همدې لاسوهنې پاکستان له ډېرو ستونزو سره مخامخ کړی لکه د دیني مدرسو ډېرېدل د وسلې فرهنګ رواج موندل او تر هر څه ډېر د پام موړ یې د پاکستاني طالبانو د غورځنګ رامنځته کیدل دي.
ورځپاڼه لیکي اوس به ولیدل شي چې عمران خان څه ډول خپل دا دریځ د افغانستان په چارو کې د لاس نه وهلو او د ملاتړي رول په لوبولو په عمل کې پیاده کوي.
له امریکا سره د پاکستان د اړیکو په اړه دا ورځپاڼه لیکي چې نوي حکومت ته پکار دي لومړی له امریکا سره د اړیکو موخې جوتې کړي او بیا له واشنګټن سره پرې سپينې خبرې وکړي او له امریکا وغواړي چې هغوی هم خپلې موخې بیان کړي او دا چې څومره دا غوښتنې واقعي دي وڅېړل شي.
دا چاره به د ایکسپریس ټرېبیون په وینا د دواړه هېوادونو ترمنځ د اړیکو د نوي څپرکی لپاره یو بنسټ جوړ کړي.
تهران ټایمز ورځپاڼه:
تهران ټایمز پر ایرن، ترکیې او روسیې د امریکا له خوا لګول شویو اقتصادي بندیزونو ته کتنه کوي او زیاتوي چې دا ډول بندیزونه اروپا هم ګواښي.
ځکه د دې مطلب د لیکوال د ادعا له مخې په دې درېواړو هېوادونو کې د سیمې د هېوادونو وګړي په کار بوخت دي او د بندیزونو په زیاتېدو سره دغه کسان خپل کار او دندې له لاس ورکوي او په پایله کې د کډوالۍ لړۍ د اروپا پر لور چټکیږي.
لیکوال ادعا کوي چې په اقتصادي ډګر کې د امریکا له خوا پر ایران د اقتصادي فشار راوړل او په دې هېواد کې د بهرنۍ پانګونې مخنیوی په هېواد کې بې وزلي او بیکاري رامنځته کوي، نو په لویدیځه اسیا ، منځنۍ اسیا او قفقاز سیمه کې ګډوډۍ به د نړۍ پر نورو برخو هم اغیز وکړي او د ترهګرو فعالیتونو ته به مخه خلاصه شي.









