
د وروستیو کلونو پرمهال استرالیا کې پر ماشومانو د کاتولیک کلیسا د اسقفانو له لوري د جنسي تېري پېښې یوه لویه ننګونې مساله ګڼل شوې ده.
د استرالیا په ویکتوریا ولایت کې یوې کاتولیکې کلیسا منلې ده، چې د تېرې پېړۍ له دېرشمې لسیزې راهیسې د کلیسا اسقفانو (مشرانو) په تر ۶۰۰ ډېرو ماشومانو جنسي تېري کړي دي.
د یادې کلیسا یوه اسقف ملبورن دینیس هارټ دغه شمېره "خندوونکې او شرموونکې" بللې ده.
دغه شمېرې د ملبون ولایت یوې پارلماني څېړنیز جرګه ګۍ ته په یوه رسمي راپور کې استول شوې ده.
د ماشومانو د حقونو ځینې مدافعین او فعالین وايي، شاید د هغو ماشومانو شمېر تر ۱۰ زرو واوړي، چې د کلیسا اسقفانو پرې جنسي تېري کړي دي.
کلیسا پخپل یوه راپور کې ویلي چې پرماشومانو د جسني تېري د ۶۲۰ پېښو نېټه تېر ۸۰ کاله ښودل شوي، چې دقیقه نېټه یې د تېرې پېړۍ د شپېتمې او اتیایمې لسیزو ترمنځ ښودل شوې ده.
سرچینه وايي، چې لاهم د ۴۵ نورو ورته پېښو پر پلټنې بوخته ده.
ډاګیز
په راپور کې ښاغلي هارټ ویلي مهمه دا ده چې د جنسي تېري په اړه باید هرڅه ډاګیزه وي، په تېره بیا له ماشومانو سره د جنسي اړیکو په اړه "هغه که په ویکتوریا کې وي او یا نورو ځایونو کې. "
نوموړی زیاتوي: "تمه لرو چې دا پلټنه له موږ سره د هغو کسانو په حق کې مرسته وکړي، چې پر حقونو یې تجاوز شوی دی، په تېره بیا د کلیسا د اسقفانو له خوا، او موږ د ثبوت په صورت کې مجرمانو ته د سزا غوښتونکي یو."
د ماشومانو د حقونو ځینې مدافع ټولنې وايي، چې پر ډېرو ماشومانو د جنسي تېري پر پېښو سترګې پټې شوي، چې یوازې په ویکتوریا کې پر نژدې ۱۰ زرو ماشومانو جنسي تېري شوي دي.
د وروستیو کلونو پرمهال استرالیا کې پر ماشومانو د کاتولیک کلیسا د اسقفانو له لوري د جنسي تېري پېښې یوه لویه ننګونې مساله ګڼل شوې ده.
د ۲۰۰۸ کال په جولای کې استرالیا ته د واتیکان د پاپ ۱۶ بنديکټس د سفر پرمهال د جنسي تېري له ځینو قربانیانو سره پاپ په ډاګه ددغو کسانو پر حق د تېري په تړاو بښنه وغوښته.












