بغداد: په کلیسا کې د نښتې پرمهال ۵۲ کسان وژل شوي

لږ تر لږه ۵۲ یرغمل شوي او عراقي پولیس د بغداد په یوه کاتولیک کلیسا کې د یرغمل نیول شوو مسیحي عبادت کوونکو د راخلاصولو په عملیاتو کې وژل شوی دي.
پولیس وایي، ګڼ کسان هغه مهال ووژل شول چې یوه وسله وال سړي په ځان پورې تړلي چاودیدونکي توکي وچوول.
په نښته کې پنځوس کسه نور ټپیان شوي دي او پنځه اورپکي هم وژل شوي دي.
پیښه هغه مهال رامنځ ته شوه چې اورپکو د اسعارو د راکړې ورکړې په یوه مارکیټ برید وکړ او وروسته له هغې څیرمه کلیسا ته وتښتېدل.
وسله والو کسانو د القاعده ډلې د زندانیانو د ورپریښودو غوښتنه کوله.
د سیمې یو اوسیدونکی چې په نښته کې یې کور ته زیان رسېدلی وایي چې د ملکي وګړو په وژل کیدو خواشینی دی:

''له هغه راهیسې چې امریکایي ځواکونو پر عراق یرغل کړی ایا کوم چارواکی یا کوم سیاسي مشر په بریدونو کې وژل شوی دی؟ یواځې ملکي خلک دي چې مري. یواځې ښاریان دي چې کړېږي.''
د ویلو ده چې همدغه کلیسا او په بغداد کې د عیسویانو پر پنځو نورو عبادتځایونو د ۲۰۰۴ کال په اګست میاشت کې ورته بریدونه شوي ول، چې لسګونه کسان پکې مړه او ټپيان شوي وو.
په عراق کې له ۲۰۰۳ راهیسې د وسله والو لخوا پرلپسې بریدونه کېږي، چې ګڼ عراقیان یې له دغه هېواده کډې کولو ته اړ کړي دي.
دا مهال په عراق کې یوازې ۸۷ زره عیسویان اوسېږي، چې دا شمېره څو کاله وړاندې یو اعشاریه پنځه ویشت میلیونه وه.








