د نایجریا پر کلیسا برید ۱۵ کسان ووژل

د عکس سرچینه، Reuters
په مرکزي نایجریا کې وسله والو پر یوې کلیسا وسله وال برید کړی، چې له کبله یې ۱۵ کسان وژل شوي.
د پوځ ویاند ویلي، برید د تېرې دوشنبې ورځې په وروستیو کې اوکوني ښار ته څېرمه په اوتیتي کې شوی دی.
د پولیسو ویاند وايي، ناپېژاندو وسله والو پر کلیسا برید کړی دی.
د برید ژوندي انځورونه رسنیو خپاره کړي دي.
تر اوسه ددغه برید پړه چا نه ده منلې، خو بوکو حرام اسلام پاله سخت دریځه ډله ددا ډول بریدونو مسؤوله بلل کېږي.
دغې ډلې وړاندې نایجریا کې پر ځینو کلیساوو مرګوني بریدونه کړي دي.
د ویلو ده چې بو حرام نایجریا کې مخکښه سخت دریځه ډله ده، چې بریدونو کې یې سلګونه کسان وژل شوي دي.
دغې ډلې همدارنګه، ځینې اسلامي شخصیتونه هم په نښه کړي دي، او وړاندې یې ابوجا کې د ملګرو ملتونو پر دفتر برید کړی وو.
د بوکو حرام نوم مانا دا ده چې (لوېديځ تعلیم حرام دی).








