د موسکي شیطان مجسمې ناندرۍ پارولې دي

شیطان په دغه مجسمه کې موبایل تیلیفون په لاس کې نیولی او ګواکې سیلفي تصویر اخلي.

د عکس سرچینه، CITY OF SEGOVIA

د عکس تشریح، شیطان په دغه مجسمه کې موبایل تیلیفون په لاس کې نیولی او ګواکې سیلفي تصویر اخلي.

د اسپانیا سګوویا ښار کې د شیطان د یوې مجسمې د اېښودلو چارې د یو شمېر کسانو تر نیوکو وروسته ځنډېدلې دي.

دوی وايي په مجسمه کې شیطان له عادي کچې ډېر موسکی ښکاري. د مجسمې ځای پر ځای کولو هدف دا و چې په دې ښار پورې تړلې د یوې لرغونې کیسې یاد تازه شي.

دغه کیسه کې ویل شوي چې ښاریانو شیطان غولولی و او د چټلو اوبو ایستلو چرۍ یا خوړ یې پرې کېندلی و.

شیطان په دغه مجسمه کې موبایل تیلیفون په لاس کې نیولی او ګواکې سیلفي تصویر اخلي او له همدې کبله اوس ځینې ښاریان وايي، دا شیطان خورا دوستانه ښکاري.

یوه ځايي قاضي د دې مجسمې پر نسبولو موقت بندیز لګولی. دا قاضي اندېښنه لري چې کیدای شي د مجسمې اېښودل ځایي عیسویان را وپاروي.

بل لور ته ۴۵۰۰ ښاریانو چې د ټول ښاري نفوس لس سلنه کېږي، هغه غوښتنلیک لاسلیک کړی چې وايي، دغه مجسمه باید نصب نه شي. عریضه کې ویل شوي، په ظاهره د شیطان لاس کې موبایل دی، بې عیبه معلومېږي، موسکی ښکاري او ښايي همدا د کاتولیکو عیسویانو لپاره د غوسې سبب شي.

په عریضه کې ویل شوي، له باورونو سره سم د شیطان رول د مهربان او نیک یا بې ضرره مخلوق پر ځای یو ناوړه کرکټر دی.

شیطان

د عکس سرچینه، CITY OF SEGOVIA

د عکس تشریح، ځایي خلک وايي، د شیطان څېره باید دومره موسکۍ نه وي

دې مخالفتونو مجسمه جوړونکی انتونیو ابیلا حیران کړی دی.

ابیلا چې له تقاعد مخکې ډاکټر و او وروسته یې د مجسمو رغاونه پیل کړه وايي، 'باور مې یې کېږي چې خلک د هغه شیطان د مجسمې مخالفت کوي، چې زموږ د ټولو خوښ نکل یادونه پورې تړلي دي او د سګوویا ماشومانو ته په ښوونځیو کې د دغه نکل په اړه زده کړه ورکول کېږي. '

نوموړی زیاتوي:

"زه له سګوویا سره مینه کوم، له تېرو دریو لسیزو راهیسې دلته اوسېږم او فکر مې کاوه، چې دغه مجسمه به زما له لوري د دغه ښار له اوسېدونکو د مننې په توګه ومنل شي".

د هغه په خبره، 'د دغې مجسمې بدل کې یې پېسې هم نه دي اخیستې. ابېلا وایي:

"دا ما د پیسو لپاره نه ده چمتو کړې، بلکې زه دا خپل ښار بولم او ستایم یې، تاسې زما احساس درک کولای شئ".

ښاروالې کلادیا دې سېنتوس هم دغه کمپاین 'زړه ماتونکی او غیر عادلانه ' بللی دی. له ایل پیس نومې ورځپاڼې سره خبرو کې نوموړې ویلي، هڅه به وکړي چې له پلان سره سم مجسمه ځای پر ځای شي.