د ولسمشرانو ښکنځلې

ناډيپلوماټيک ولسمشران

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د ولسمشرانو کړې وړې ته تل خلک پام کوي او یو نا عادي کار یې د خبرونو سرلیک جوړېږي
    • Author, یما بارز
    • دنده, بي بي سي

له ولسمشرانو تل د درانه چلند تمه کېږي، ځکه د هېواد مشر، د وسلوالو ځواکونو سرقومندان وي او په نړېوال ډګر کې د خپل ولس استازیتوب کوي.

هر یو غواړي چې ولسمشر یې نورو لپاره بېلګه اوسي او داسې انګېري چې د هغه له لوري پورته شوى ان یو ګام د هېواد سر لوړولی او یا ټیټولی شي.

ځکه خو د ولسمشرانو کړو وړو ته تل خلک پام کوي او یو نا عادي کار یې د خبرونو سرلیک جوړېږي.

د ولسمشرانو لپاره لارښود

د ولسمشریز چلند څرنګوالي ارزښت ته په پام سره د امریکا جمهوریپال ګوند ان یو لارښود جوړ کړی، دا لارښود ولسمشر ته په ګوته کوي چې د دغه ځواکمن هېواد عزت ساتلو لپاره څه راز چلند ورسره ښایي.

خو د ملګرو ملتونو عمومي غونډه کې د ولسمشر ټرمپ له وینا داسې پرېښې چې یا خو یې له دې لارښوده سرغړونه کړې او یا یې هیڅ لوستی نه دی.

په دې وینا کې ولسمشر ټرمپ د شمالي کوریا پر ولسمشر شخصي بریدونه وکړل.

نوموړي خپلې نیوکې او غندنې د شمالي کوریا پر توغندیزو آزمویونو محدود ونه ساتل او کېم جونک اون یې

"راکټوالا سړی" وباله. ښاغلي ټرمپ وویل شمالي کوریا به ویجاړه کړو.

ځینو لوېدیځوالو رسنیو لیکلي د ولسمشر ټرمپ سلاکارانو نوموړي ته ویلي و چې پر کېم جونګ اون دې لفظي برید نه کوي.

ولسمشر کېم هم کرار کېنناست او د یوې وینا په خپرولو يې وویل

"زه به د امریکا له ذهني پلوه دا ګډوډ لیونی بوډا یقینا په توغندي اېلوم."

ولسمشر ټرمپ د دې خبرې په اورېدو ټوېټر ته ور ودانگل او وې لیکل "دا لیونی سړی به په بې سارې توګه وآزمایل شي."

ناډيپلوماټيک ولسمشران

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ولسمشر ټرمپ کېم جونگ اون "راکټوالا سړی" وباله

شخصي بریدونو څومره د دواړو هېوادونو انځور ته ګټه ورسوله؟ دا د روسيې بهرنیو جارو وزیر سرګې لاوروف له دې څرګندونې جوتېږي

چې د ښاغلیو ټرمپ اوکېم شخړې ته په اشاره يې وویل "دا د وړکتون د ماشومانو ترمنځ جګړې ته ورته ده."

خو دا یواځینې دغه راز پېښه نه ده، ډېر ځله داسې شوي چې ولسمشرانو د تمو خلاف ډیپلوماسي يوې غاړې ته پرېښې، د پروټوکول خلاف یې ګام اخیستی او یا یې پر خپل یوهٔ سیال یا انډول لفظي بریدونه کړي او ان د ښکنځلو تر کچې ټيټ شوي.

خو له دې ځانګړې پېښې سره یې توپیر ښایي دا وي چې په تېرو هغو کې پر هغه چا چې لفظي برید شوى دا يې نا ډیپلوماتیک عمل بللى او له ځواب ويلو يې ډډه کړې، خو د ښاغلي ټرمپ او کېم جونګ اون د شخړې لړۍ په یوهٔ ډول ویلی شو چې آن تر اوسه روانه ده.

د ځینو نورو ولسمشرانو نا ډیپلوماتیکې کړنې

د فلیپین ولسمشر رودریګو دوتېرتې چې خپلو ډانګ پېیلو ویناو له امله ډېر مشهور دی ولسمشر اوباما یې "د فاحشې زوی" بللی و.

امریکا پر ښاغلي دوتېرتې له دې امله نیوکې کړې وې چې د نشه یې توکو قاچاقچیانو پر وړاندې مبارزه کې یې خلک بې محاکمې وژل شوي دي.

ناډيپلوماټيک ولسمشران

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د فلیپین ولسمشر رودریګو دوتېرتې چې خپلو ډانګ پېیلو ویناو له امله ډېر مشهور دی ولسمشر اوباما یې "د فاحشې زوی" بللی و

ښاغلي دوتېرتې په خپله وینا کې وویل "ولسمشر اوباما باید موږ ته درنښت او په دې تړاو له پوښتنو ډډه وکړي، که نه زه د لاووس اقتصادي سرمشریزه کې به "د سپي زوی ته ښکنځل وکړم."

امریکایي چارواکو دا وینا ناډیپلوماټیکه وبلله او ولسمشر اوباما د سرمشریزې په څنډو کې له ښاغلي دوتېرتې سره و نه کتل.

ښاغلي دوتېرتې د ملګرو ملتونو پخواني مشر بانکي مون ته هم ورته ژبه کارولې وه خو خوبیا وروسته یې وویل چې ټوکې یې کولې.

خدای سره د نه ښکنځلو ژمنه

په تېر کال اکتوبر کې د فليپین ولسمشر وویل له خدای سره یې ژمنه کړې، چې له دې وروسته به سپکه ژبه نه کاروي. له جاپانه خپل هېواد ته له ستنېدو وروسته هوايي ډګر کې نوموړي وویل'' د الوتکې سفر پر مهال مې یو غږ واورېد، چې وايي د سپکو سپورو ویل پرېږده که نه الوتکه به دوې ټوټې شي او ما هم ژمنه وکړه، چې بیا به داسې نه کوم. ''

مشرف او کرزی

د پاکستان پخواني ولسمشر پرویز مشرف هم پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي ته د هغه د ولسمشرۍ پر مهال د شتر مرغ ټکی کارولى و.

ښاغلي کرزي ويلي و چې پاکستان د افغانستان په ناامنیو کې لاس لري خو ښاغلي مشرف دې ته په غبرگون کې وويل "ښاغلی کرزی د شتر مرغ په څېر سر په شګوکې ورننباسي او داسې انګېري چې څوک یې نه ویني."

ناډيپلوماټيک ولسمشران

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، پرویز مشرف هم پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي ته د هغه د ولسمشرۍ پر مهال د شتر مرغ ټکی کارولى و

خو افغان چارواکو دا وینا له ډیپلوماسۍ لېرې ‌وبلله او وې ویل چې د دوى په وينا "د هغه کچې ته نه ټیټیږي."

ولسمشر غني

افغان ولسمشر اشرف غني هم خپلو ویناو او رسنیو سره مرکو کې څو ځله سخت غوسه شوی خو یوازې له ولسمشرۍ وړاندې یې د برتانیا د پارلمان غړي، ليکوال او مستند جوړونکي راري سټیورټ ته "د خره زوی" ویلي و.

ناډيپلوماټيک ولسمشران

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ولسمشر غني هم واک ته له رسېدو وړاندې يو ځل د بريتانيا د پارلمان يوۀ غړي ته ښکنځل کړي و

ښاغلي سټیورټ د افغانستان په اړه یوه لیکنه کړې وه چې ښاغلي غني ناسم قضاوت باله.

جورج بوش

د وېنزوېلا فقید ولسمشر هوګو چاوېز هم ۲۰۰۶ م کال کې ملګرو ملتونو ته د وینا پر مهال د امریکا پخوانی ولسمشر جورج بوش "شیطان" بللی و.

ناډيپلوماټيک ولسمشران

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، هوګو چاوېز ٢٠٠٦م کال کې ملګرو ملتونو ته د وینا پر مهال د امریکا پخوانی ولسمشر جورج بش "شیطان" بللی و

نوموړى له دې امله سختو نیوکو سره مخ شو او آن په خپل هېواد کې یې حکومت مخالفو وويل چې ښاغلى چاويز ولسمشرۍ لپاره وړ کس نه دی.

هغه ټکي چې باید د ولسمشر لارښود کې ور زیات شي

امريکا کې د ولسمشر ټرمپ کړنو ته په کتو داسې انگېرنې رامنځته شوي چې گواکې ولسمشريز چلند په تړاو د امريکا د جمهوريپال گوند لارښود اوس زوړ شوى او بايد نوى شي.

نيويارک ټايمز په يوه سرليکنه کې وړانديز کړى چې په لارښود کې لاندينې ټکي هم ور زيات شي:

١ ولسمشر دې پر ټوېټر پر خلکو بريدونه نه کوي.

٢ هغه قاضيان دې له دندې نه شړي چې د دۀ پر خلاف گام پورته کوي.

٣ د اف بي آى مشر دې په داسې مهال کې له دندې نه گوښه کوي چې د يوې مهمې موضوع په تړاو پلټنې کوي.

٤ پر پخواني ولسمشر دې داسې تور نه لگوي چې ملي خيانت سره برابر وي.

د ولسمشرانو له لوري د ډیپلوماتیکو آرونو ماتېدا بېلګې ښايي ډېرې وي خو لړۍ یې دومره نه ده اوږده شوې.

دا ښايي نه د ولسمشرانو د نا ډيپلوماټيکو کړنو لومړۍ بېلگې وي او نه هم وروستۍ، دا چې په بڼو کې به يې څومره توپير زياتوالى راځي راتلونکې کې به وکتل شي.