تنزانیا فیل وژونکی 'شیطان' بندي کړ

نانیفیس څو ځلې په تېښته بریالی شوی

د عکس سرچینه، TERRA MATER FACTUAL STUDIOS

د عکس تشریح، نانیفیس څو ځلې په تېښته بریالی شوی

په تنزانیا کې د فیلانو تر ټولو بدنام ناقانونه ښکاري، چې په "شیطان" مشهور و، په ۱۲ کلونو بند محکوم شوی دی.

د ځنګلي ژوو د ساتنې یوې ډلې ويلي، بانیفیس متیو مالیانګو د زرګونو فیلانو د وژلو پړ دی.

نوموړی تر یوه کلن څار وروسته د ۲۰۱۵ کال سپټمبر میاشت کې دارالسلام کې ونیول شو.

د نوموړي پر جنایتونو د "نېټ فلېکس" شبکې د "عاج لوبه" په نامه یو مستند فلم جوړ کړی، د هالیووډ هنرمند لیوناردو دي کاپریو تولید کړی دی.

نوموړی په سواهیلي ژبه کې په "شیطان" مشهور دی.

د "الفېنټ اکشن لیګ" په نامه سازمان، چې د وحشي ژوو د جرمونو پرضد مبارزه کوي، وايي، نیول وشي کس پنځو افریقايي هېوادونو (تنزانیا، بروندي، زامبیا، موزمبیق او جنوبي کینیا) کې دعاج د قاچاق یوې شبکې مشري کوله.

بانیفیس مالیانګو له خپلو وروڼو لوکاس ماتایو مالیانګو او عبدالله علي چایوګا سره زنداني شو.

درې واړه وروڼه په ۲۰۱۵ کال په داسې حال کې ونیول شول، چې د څه باندې ۸۵۰ زرو ډالرو په ارزښت د عاج د قاچاق کولو هڅه یې کوله.

یانګ فنګلان

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، پر مالیانګو دا تور هم دی چې د چین "یانګ فنګلان" په نامه ښځې ته یې اصلي عاج چمتو کول، چې نوموړې "عاج ملکه" هم بلل کېږي.
یانګ فنګلان

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، ۶۶ کلنه یانګ فنګلان دا مهال تنزانیا کې د ۲٫۵ میلیون ډالرو په ارزښت د څه باندې ۷۰۰ عاج په قاچاق تورنه او له محاکمې سره مخامخ ده.

پر مالیانګو دا تور هم دی چې د چین "یانګ فنګلان" په نامه ښځې ته یې اصلي عاج چمتو کول، چې نوموړې "عاج ملکه" هم بلل کېږي.

هغه دا مهال تنزانیا کې د ۲٫۵ میلیون ډالرو په ارزښت د څه باندې ۷۰۰ عاج په قاچاق تورنه او له محاکمې سره مخامخ ده.

د وحشي ژوو د ساتنې سازمان وايي، په چین کې د عاج لپاره تقاضا د فیلانو د ناقانونه ښکار لپاره ډېره لاره هواره کړې ده.

که څه هم د عاج پر پېر او پلور نړیوال بندیز لګول شوی، خو د ځینو هېوادونو د ننه یې پېر او پلور ازاد دی.

چین په تېره ډسمبر میاشت کې اعلان وکړ چې د عاج سوداګري او په لاسي صنایعو کې کارونګ یې له ۲۰۱۷ کال وروسته ممنوع دی.

چین کې له عاج جوړې شوې مجسمې

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، چین په تېره ډسمبر میاشت کې اعلان وکړ چې د عاج سوداګري او په لاسي صنایعو کې کارونګ یې له ۲۰۱۷ کال وروسته ممنوع دی.
تنزانیا کې افریقايي فیل

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، تنزانیا کې افریقايي فیل