د عاج پر پلور به لس کلن بنديز لګول کېږي
څلورو افريقايي هېوادونو په لندن کې د يوې لويې غونډې پر مهال پر دې ژمنه وکړه چې د عاج پر پلور به لس کلن بنديز لګوي.
تېر کال ۲۲ زره پيلان د ښکاريانو له خوا وژل شوي، چې په ښکريزو غاښونو پسې يې دي، او شمېر يې هر نيم ساعت کې له يوه زياتېږي. د ناقانونه عاجو د سر پېرودونکی چين دی.