'د ښوونځي زدکوونکي کثافاتو کې خواړه لټوي'

شیفون کولنګوډ
د عکس تشریح، شیفون کولنګوډ وايي هره ورځ د ماشومانو داسې کورنۍ ورته راځي چې خپلو بچیانو ته د خوړو چمتو کولو ته پیسې نه لري

د برتانیا د پارلمان ځینو غړو له حکومته د لوږې پروړاندې د مبارزې د وزیر ګومارلو غوښتنه کړې چې د "خوړ د امنیت خوندي کولو" په تېره بیا د ماشومانو د لوږې ستونزه حل کړي.

دا غوښتنه وروسته تر هغه وشوه، چې د لانکشیر مورکام کې د ښوونځي مدیرې شیفون کولنګوډ وویل، ماشومان په داسې حال کې ښوونځي ته راځي چې وږي وي او د کثافاتو په صندوقونو کې خواړه لټوي.

دا زیاتوي، د ښوونځي په هرو لسو زدکوونکو کې یو یې په داسې کورنۍ کې اوسېږي چې د خوړو له اړخه د مرستندویانو پر مرستو تکیه کوي.

نوموړې وايي "له بده مرغه، زه له ماشومانو سره راشه درشه لرم نه مازې له شمېرو سره."

په ۲۰۱۷ کال د چاپېریال څار جرګه ګۍ د یونیسف داسې شمېرې خپرې کړې چې په برتانیا کې تر پنځلس کلنۍ ټیټو هرو سلو ماشومانو کې ۱۹ یې له بالغو کسانو سره ددې لپاره اوسېږي چې خواړه یې تامین شي.

خو د برتانیا حکومت وايي د هغو ماشومانو شمېر پاموړ کم شوی چې له بې روزګاره کورنیو سره اوسېږي.

شیفون کولنګوډ ویلي "په ښوونځي کې یې د ۳۵ ماشومانو کورنۍ د مرستندویانو پر خوړو پايي، ښايي دا شمېر تر دې هم لوړ وي."

کثافات

د عکس سرچینه، Getty Images

دا وایي "کله چې ماشومان له خوړو بې برخې شي، نو کړه وړه یې بدلېږي او په خوړو کې لالهانده وي، موږ داسې ماشومان هم لرو چې د کثافاتو له صندوقونو څخه د مېوې پاتې شوني خوري."

د ښوونځي مدیرې ویلي،‌ هغه وخت یې زړه بوټ غوڅېږي چې د ماشومانو پلرونه ښوونځي ته ورشي بیا "یې سر په ژړا شي او وايي چې خپلو بچیانو ته د خوړو رانیولو لپاره پیسې پیدا کولی."

دا وايي: "ځینې کورنۍ راځي او راته وايي چې هره ورځ یو او بل ته خواړه په پور ورکوي، زما ورځنۍ تجربه دا ده چې دا ستونزه په ډېرېدو ده."

خو د برتانیا د کار او اسکان وزارت ویانده وايي، له ۲۰۱۰ کال راهیسې له مرګونې لوږې څخه یو میلیون کسان رایستل شوي چې ۳۰۰ زره پکې ماشومان دي.

دا زیاتوي: "موږ عملاً ښوونځیو ته د وړیا خوړو او د خوړو د پارچو وېشلو له لارې د هغوی ملاتړ کوو."