ایا په لوږه کې ښځې تر سړو ډېرې غوسه کېږي؟

.

د عکس سرچینه، Getty Images

ټول پوهېږو، کله چې وږي شو، نو ژر غوسه راځي. خو ایا دا رښتیا ده چې په لوږه کې تر سړو ښځې ډېرې ژر غوسه کېږي؟

امریکایۍ کومیډي ممثله جیس فوسټکو وايي، دوه اونۍ یې غذايي رژیم تعقیب کړ، او لږ کربوهیډراټ یې کارول، چې بالاخره یې "له غوسې سره مل لوږه" په ډېرېدو شوه. په انګلیسي ژبه کې د (لوږه) او (غوسه) کلمه په یوه توري بدلولو کې توپیر کوي: "hangry"

د ۲۰۱۸ کال جنورۍ کې د اکسفورډ قاموس په ژبتورو کې دا نوې کلمه هم زیاته شوې

فوسټکو وايي: "پر لاره همدا چم راسره وشو او غوسه مې وپارېده. تر شا مې موټر روان و او ښه پیړ سړي پکې سپاره وو، دومره هارنونه یې وکړل چې لار یې رانه ورکه کړه."

کله چې له موټره کوزه شوه، خوله یې ورواچوله او نژدې وه چې لاس ورواچوي. خو دوی په موسکو خولو هغې ته سلام واچاوه، هغه بېرته موټر ته ستنه شوه او خپله لار یې وهله.

دا وايي: "په غوسه وم، بیا مې هوډ وکړ چې هېڅکله به له کربوهیډراټو لاس نه اخلم."

ویل کېږي د لوږې پرمهال د سړو په پرتله د ښځو ډېره غوسه کېدل مازي اوازه ده

د عکس سرچینه، Nappy.co

د عکس تشریح، ویل کېږي د لوږې پرمهال د سړو په پرتله د ښځو ډېره غوسه کېدل مازي اوازه ده

له فوټسکو سره هغه وخت څه وشول؟

د لندن کینګز کالج د خوراکي سیستم یوه استاده سوفي میډلین وايي: "په ساینس کې له ډېر پخوا راهیسې پوهېدلي یوو چې لوږه د ژر غبرګون ښودلو لامل ګرځي. خو د خواله رسنیو ښکلو وېبپاڼو په وروستیو کې د یوې داسې کلمې خپرولو کې برخه اخیستې چې له "وږي" او "غوسه" څخه انګلیسي ژبه کې یوځای شوی".

د دماغ د جوړښت له اړخه، تر ښځو په نارینه وو کې له لوږې سره غوسه ډېره مله وي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د دماغ د جوړښت له اړخه، تر ښځو په نارینه وو کې له لوږې سره غوسه ډېره مله وي

میډلین زیاتوي: "کله چې زموږ وینه کې د خوږو کچه کمه شي، په وجود کې مو د کورتیزول او ادرینالین کچه زیاته شي، دا هورمونونه بدن د مخامخېدنې او یا تېښتې لپاره ځان چمتو کوي".

ټول پوهېږو کله چې انسان د لوږې احساس وکړي او ګېډه یې د مړېدو غوښتنه کوي، د غوسې کچه یې هم لوړه خېژي، خو دا خبره ډېره رسنیزه شوې چې ګني په دې حالت کې تر سړي ښځې ډېرې زیانمنونکې دي.

ډېر داسې انځورونه هم خپاره شوي، چې د لوږې پرمهال ښځې ډېرې چیغې وهي او یا د خپلې غوسې اظهار کوي.

یوه څېړنه وايي، هغه ښځې پر خپلو مېړونو ډېرې په غوسه کېږي، چې په وینه کې یې د خوږې کچه کمه شي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، یوه څېړنه وايي، هغه ښځې پر خپلو مېړونو ډېرې په غوسه کېږي، چې په وینه کې یې د خوږې کچه کمه شي

ځینې کسان د امریکايۍ لوبغاړې او سرو زرو مډال ګټونکې چلو کیم هغه ټویټ ته اشاره کوي، چې د سږ کال ژمنیو اولمپیک سیالیو پرمهال یې لیکلي وو: "هیله مې درلوده چې سهار پوره خواړه وخورم، خو زما نیت بدي نفس پرېکړه کوله چې دا کار مه کوه. خو اوس مې له لوږې سره غوسه مل شوې ده."

میډلین وايي: "تل داسې نه وي. شاید ځینې کسان همداسې وي، ښايي دا د اعصابو د علومو په رڼا کې تر ښځو نه سړو ته ډېر پېښ شي."