ولې ځینې خلک نورو سره په ګډه ډوډۍ نه خوري؟

د ګوښې ډوډۍ خوړلو لاملونه

د عکس سرچینه، Getty Images

ډېرو ته ګوښې ډوډۍ خوند نه ورکوي، خو داسې برېښي چې د هغو کسانو شمېر مخ په ډېرېدو دی چې خپله کاسه واخلي او له نورو پر څنګ ورته پرلت ووهي. آن هغوی چې په یوه کور کې هم اوسي، د شمېرو له مخې د ډوډۍ خوړنې نیم وخت یې له ځانه سره تېرېږي. خو ځینې ښایي شرمېږي چې له نورو سره یا د نورو تر مخه ډوډۍ وخوري.

شیلا دیلان د ګوښې ډوډۍ خوړنې د لاملونو او آن ګټو په اړه اته دلیلونه ټول کړي چې پاینده څرګند یې راته وایي:

د یوازې ډوډۍ خوړلو لومړی لامل دا دی چې:

خواړه

د عکس سرچینه، Getty Images

۱. هر څومره ډوډۍ چې وغواړئ خوړلی یې شئ.

ډېری مهال د نورو په شتون کې تاسې هغومره چې غواړئ وخورئ نه یې خورئ او د عامو په اصطلاح لاس نیسئ. کېدای شي ستاسې داسې خواړه خوښ وي پر نورو یې بوی ښه لګېږي. لکه پر ځینو خلکو د ژړو غوړیو بوی ښه نه لګېږي، د ځینو د کبان بدوی بد اېسي او یو شمېر خلک له بهرنیو خوراکونو سره جوړ نه دي.

د ګوښې ډوډۍ خوړلو لاملونه

د عکس سرچینه، Getty Images

۲. مجبور نه یاست له بل چا سره خپله ډوډۍ تقسیم کړئ

داسې وختونه وي چې له تاسې ناست کسان غواړي هغه خواړه چې تاسې ځان جوړ کړي او غوښتي وڅکي او یا یې هم درسره وخوري، په پای کې ګورئ چې تاسې ته څه نه دي پاتې.

دا ښه خبره ده چې ډوډۍ مو له نورو سره شریکه کړئ خو کله کله هغه څه چې مو په شوق ځان ته ايښي وي، ارمانجن یې پاتې کېږئ.

د ګوښې ډوډۍ خوړلو لاملونه

د عکس سرچینه، Getty Images

۳. که یوازې ډوډۍ وخورئ کېدی شي صحي خوراک وکړئ

ډېری مهال له موږ سره پر ډوډۍ ناست نور خلک د دې لامل کېږي چې زموږ پرهیز راباندې مات کړي. موږ به پرېکړه کړې وي چې صحي خواړه وخورو، او یا دا چې د وزن کمولو لپاره مو ځانګړي خواړه په پام کې نیولي وي، خو چې نور درسره ناست وي تر هغې کچې درباندې ډېره ډوډۍ خوري چې پخپله مو ورته نیت کړی وي. د امریکا د زړه ټولنې څېړنې ښيي، هغه کسان چې خوراکي رژیم مراعات کوي، ۶۰ سلنه شونې ده چې له نورو سره په ناسته کې خپل پرهېز مات کړي.

د ګوښې ډوډۍ خوړلو لاملونه

د عکس سرچینه، Getty Images

۴. په هر سرعت چې وغواړئ خوراک کولی شئ.

څېړنې شيي چې د خوراک پر مهال د نورو د خوړلو سرعت زموږ پر سوکه والي او یا ژر ژر خوړلو اغېز درلودلی شي. یوه څېړنه ښيي دوه پېغلې چې سره یو ځای ډوډۍ خوري هره یوه د بلې د مړۍ له اخیستلو سره خپله مړۍ اخلي.

نو چې کله یوازې یاست په هماغه سرعت به ډوډۍ خورئ چې پخپله یې غواړئ نه دا چې بل څوک څنګه او څومره ژر ژر خوري.

۵ : تاسې د دې وخت لرئ چې د ډوډۍ پر خوند او بوی فکر وکړئ

کله چې یوازې ناست، د بل چا خبرو ته مو غوږ نه دی چې ورسره د دې وخت ونه لرئ چې په مخ کې مو پر اېښې د ډوډۍ پر خوند او بوی فکر وکړئ. تاسې کولي شئ پام مو د ډوډۍ خوند او ډول ته واړوئ

د ګوښې ډوډۍ خوړلو لاملونه

د عکس سرچینه، Getty Images

۶. کولی شئ رستورانت ته ولاړ شئ او یا په هر هغه ځي کې ډوډۍ وخورئ چې غواړئ

داسې خلک شته چې ډېر مهال غواړي په یوه رستورانت کې ډوډۍ وخوري خو چې له نورو سره یې خورئ نو د هغوی له خوا غوره شوي ځای کې به یې خورئ. داسې هم کېږي چې تاسې د سړک پر غاړه د داسې یوه ځای ډوډۍ خوښوئ چې که نورو ووایئ ملنډې درباندې ووهي او تاسې د هغوی له شرمه د هغه ځای ډوډۍ ونه خوړلی شئ، خوچې یوازې ډوډۍ خورئ په هر هغه ځي کې چې غواړئ ډوډۍ خوړلی شئ.

د ګوښې ډوډۍ خوړلو لاملونه

د عکس سرچینه، Getty Images

۷. اړ نه یاست د بل چا د ژوولو غږ واورئ

ځینې خلک شته چې د ډوډۍ خوړلو پر مهال داسې غږونه یې له خولې راوځي چې ستاسې د نارامۍ لامل کېږي، تاسو کولی شئ ګوښه په ارامه فضا کې ډوډۍ وخورئ.

ځینې کسان د نورو د ډوډۍ خوړلو له غږ سره حساس وي او توند غبرګون ښيي.

د ګوښې ډوډۍ خوړلو لاملونه

د عکس سرچینه، Getty Images

۸. اتم: په هر وخت چې غواړئ خپله ډوډۍ خورئ

په خوبځي او حمام کې خواړه خوړل ستاسې پر خوښې پورې تړاو لري، چې کوم ځای کې خواړه وخورئ.

که داسې خواړه غوره نه کړئ، چې بوی یې ټوله فضا نیولې وي، کولی شئ ټوله ورځ هر ځای چې وغواړئ، خپله ډوډۍ درسره یوسئ... البته دې ته مایل نه یاست چې په سهارنۍ غونډه کې د تازه هوږې د بوی له کبله د نورو منځ کې مشهور شئ.

.

د عکس سرچینه، Getty Images