فرانسه کې مظاهرې، پاریس له ټرمپ سیاسي مسلو کې د نه لاسوهنې غوښتنه وکړه

ر

د عکس سرچینه، Getty Images

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان ایو لو دریان د امریکا له ولسمشر وغوښتل چې د دغه هېواد سیاسي مسلو کې لاسوهنه ونه کړي.

نوموړي وویل، پاریس د واشنګټن کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي او تمه لري چې سپینه ماڼۍ هم دا ډول سیاست خپل کړي.

د امریکا ولسمشر د شنبې په ورځ یوه ټوېټ کې وویل، د پاریس اقلیمي تړون په فرانسه کې د وروستي تاوتریخوالي سبب شوی دی.

هغه دغه ټوېټ کې ادعا وکړه چې خلک نه غواړي پر چاپېریال ساتنه ډېرې پیسې ولګوي.

د ډونلډ ټرمپ اشاره د سونتوکو د ماليې لوړولو ته وه چې له امله یې فرانسه کې پراخې مظاهرې پیل شوې.

د اقتصاد لپاره کړکېچ

لاریون

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، دا مظاهرې په زېړ واسکټو مشهورې دي.

د شنبي په ورځ نږدې ۱۲۵ زره کسانو مظاهره کړې وه، چې تر ۱۲ سوو ونیول شول.

په دې مظاهرو کې تاوتریخوالی کېږي او موټرو ته اور چول کېږي.

د فرانسې د مالیې وو زیر دغه مظاهرې د خپل هېواد اقتصاد ته ناورین او د ولسواکۍ او ټولنې لپاره کړکېچ بولي.

هغه پاریس کې د لاریونونو له امله زیانمنو پلورنځیو ته تللو سره وویل: دا د کار او کسب لپاره ناورین دی، د اقتصاد لپاره ناورین دی.

پاریس کې د شنبې ورځې مظاهره کې لس زرو کسانو ګډون کړی و، چې ډېر زیان یې واړاوه، د پلورنځیو ډېرې شیشې ماتې شوې، موټر وسوځول شول او هټۍ ولوټل شوې.

د یووالي غوښتنه

موټر

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د ډیسمبر پر اتمه نږدې پنځوس موټر وسوځول شول.

په ورته مهال د فرانسې لومړی وزیر ایډوار فیلیپ دغو تاوتریخجنو مظاهرو پسې د ملي یووالي غوښتنه کړې ده.

هغه زیاتوي، د سوله ییزو لاریونوالو سره باید خبرې دوام وکړي.

"هیڅ ډول مالیې هم باید زموږ ملي یووالی له خطر سره مخ نه کړي. موږ باید له یو بل سره د خبرو او همکارۍ له لارې ملي یووالی ورغوو".

د فرانسې د حکومت یو ویاند هم وايي، چې د دغه هېواد ولسمشر ایمانویل مکرون به د دوشنبې په ورځ تلوېزوني وینا وکړي.

زېړواسکټي

مظاره

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د شنبي په ورځ نږدې لس ۱۲۵ زره کسانو مظاهره کړې وه، چې تر ۱۲ سوو ونیول شول.

د مظاهره چیانو په هکله د ښاغلي مکرون چلن له نیوکو سره مخ دی.

فرانسه کې دا مظاهرې د سونتوکو مالیې زیاتولو سره پیل شوې او د شنبې په ورځ څلورمې اونۍ ته وغځېدې.

مظاره چیان- چې زېړ واسکټونه یې اغوستي- په زېړ واسکټو مشهور شوي دي.