فرانسه کې پر پوځيانو خېژول شوی موټر لټول کېږي

د عکس سرچینه، Reuters
د فرانسې پولیس وايي، د پاریس ښار یوه څنډه کې د سرتېرو پر یوې ډلې موټر خېژول شوی او شپږ کسان یې ټپیان کړي دي. پولیس د موټر او چلوونکي موندلو په لټه کې دي.
دا پېښه د پاریس ښار شمال لوېدیځ لوولووا پره سیمه کې شوې چې د دوو ټپي شویو سرتېرو روغتیايي وضعیت ناوړه ښودل شوی.
پولیسو په سیمه کې د موټر او چلوونکي د موندلو عملیات هم پيل کړي. پولیس وايي، ګاډی بي ایم ډبلیو ډوله و.
د سیمې ښاروال پاټریک بالکني ویلي، دا کار 'له شک پرته' په لوی لاس شوی.
فرانسه د ۲۰۱۵ کال له نومبر میاشتې راهیسې له بېړني حالت سره مخامخ ده.
په وروستیو کې پر فرانسوي سرتېرو د بریدونو ځینې پېښې رامنځ ته شوې دي.
د پاریس پر امنیتي سرتېرو وروستي بریدونه

د عکس سرچینه، Reuters
- تېره شنبې، یوه زلمي سړي ایفل څلي ته پر لار د سرتېري د وهلو هڅه وکړه او د الله اکبر چیغې یې وهلې. یوې سرچینې ویلي، بریدګر پلټونکو ته ویلي، غوښتل یې یو سرتېری ووژني.
- په تېره جون میاشتکې، پولیسو یو سړی وروسته تر هغه وواژه چې پاریس کې یې پر یوه افسر برید وکړ
- په تېره اپریل میاشت کې، یوه بریدګر یو پولیس وواژه. وروسته بریدګر چې کریم شرفي نومېده هم د امنیتي کسانو په ډزو ووژل شو
- په تېره فبرورۍ میاشت کې، یوه سړي په یوې اوږدې چړې د پاریس لوور موزیم کې پر ګزمه کوونکو سرتېرو برید وکړ

د عکس سرچینه، Reuters









