داسې تصویرونه چې دماغ مو ورسره ګرځي

د عکس سرچینه، ALICE PROVERB / TWITTER
دغه تصویر کې څه وینئ؟ ایا دغه تصویر ګرځي او که پر ځای ولاړ دی؟ ایا دا تصویر دی او که ویډیويي کلیپ؟
اصلاً دغه تصویر زموږ د سترګو لیدو ته فریب دی. پر انټرنېټ دغه تصویر خورا ډېر لاس پر لاس شوی او سلګونه زره کسانو له نورو سره شریک کړی دی.
لومړی ځل نیورو ساینسپوه الیس بروورب دغه تصویر خپور کړ. هدف یې دا و، چې معلومه کړي، د انسانانو دماغ څنګه کار کوي.
ملټي مډیا انځورګر باډیل دغه تصویر چمتو کړی دی. په تصویر کې یو توپ وینو چې ګرځي، خو الیس وايي دا یو جامد یا پر ځای ولاړ تصویر دی. تصویر په داسې انداز چمتو شوی، چې دماغ پرې فریب خوري او توپ داسې ښکاري، چې ګرځي.

د عکس سرچینه، Getty Images
دماغ څنګه فریب سره مخامخېږي
الیس پر خواله رسنیو لیکلي، دماغ هغه مهال دوکه کېږي، چې وې ۴ بشپړیږي او وې ۵ خپل فعالیت پیلوي. نوموړي د ځینې نورو پوښتنو په مرسته هڅه کړې، موږ پوه کړي، چې وې ۴ یا وې ۵ څه دي.
''وې ۵ د دماغ هغه برخه ده، چې پر حرکت یا خوځښت پوهېدو کې راسره مرسته کوي او وې ۴ بیا د رنګونو او شکلونو یا بڼو پېژندنه کې مرستندویه ده. ''
نوموړي زیاته کړه: د دغه دوه ګوني فعالیت له کبله موږ دغسې فریب سره مخامخ کېږو.

د عکس سرچینه، BEAU DEELEY / TWITTER
د الیس پر ټویټر پیغام انځورګر باډیل دغسې نور تصویرونه هم خپاره کړي دي. که تاسې دغو تصویرونو کې هېڅ خوځښت نه وینئ، ښايي تاسې یې پر لویه پرده نه وینئ.

د عکس سرچینه، BEAU DEELEY / TWITTER

د عکس سرچینه، BEAU DEELEY / TWITTER
۔








