هندۍ کورنۍ؛ نارینه هندوان شول، ښځې لا هم مسلمانې دي

- Author, رجنیش کومار
- دنده, بي بي سي هند
- نوم دې څه دی؟
- اختر علي.
۶۴ کلن اختر علي ښايي دا هېره کړې وه چې د اکتوبر پر دویمه بدرکا کلي کې هندو شوی، ځکه یې ناڅاپه یاد شول او ویې ویل: نه زما نوم اوس درم سینګ دی.
د اکتوبر دریمه ده ماښام اذان وخت دی، د کور څنګ ته یې کوچنی جومات دی، بانګ(اذان) اوري، درم سینګ خبرې بندوي او تر اذان بشپړېدلو غلی دی.
پوښتنه دا ده چې ولې تر ۶۴ کلنۍ مسلمان اختر غلي په درم سینګ بدلېږي او خپل پاتې ژوند هندوتوب کې تېروي.
هغه وايي، "محبوري وه، نه هلته سکون و او نه دلته ارام، توندلارۍ هندو ډلې یووا هندو واهني د مودي له حکومت ماسره د انصاف کولو ژمنه کړې ده".
که دلته هم انصاف در نه کړل شو؟
: "نه به د دین شم نه د دنیا؟"
ښه به نه وه چې د عدالت لپاره هندو شوی نه وی؟
دې پوښتنې سره درم سینګ ځان ټولوي او سترګې پټوي.

د اتر پردېش له باغ پت ښار ۳۵ کیلومتره لرې بدرکا کلي کې د اکتوبر په دویم داسې خبر خپور شو، چې اخترعلي، د هغه درې زامن، یوه نږور او اته نور کسان هندوان شول.
دلشاد وايي، اوس هغه دلیر سینګ دی. ارشاد هم تراوسه نوم نه دی بدل کړی، خو د نوشاد اوس نریندر سینګ نوم خوښېږي.
د دلشاد مېرمن منسو اوس منجو ده. د نوشاد یا نریندر ښځه رقیه وايي، چې دا په خپل اسلام ولاړه ده او خاوند یې درواغ وايي، چې هندوه شوې ده.
رقیه چې کله دا خبره راته کوي مېړه یې د غلي کولو هڅه کوي، رقیه خپل خاوند ته وايي: څه چې کېږې شه، خو زه پر خپل دین ولاړه یم.
د رقیې غېږ کې خپله څلور کلنه لور ناهید ده. نریندر وايي، چې لور یې هندوه شوې، خو رقیه وایي، چې نه دا مسلمانه ده.
یووا هندو واهني، کړل هندوان

بدرکا کلي دا کورنۍ کور نه لري، د جسبیر سینګ چوهدري کور کې له تېرو دوو میاشتو راهیسې اوسېږي، دا لږ لوی کور دی.
دوی وايي، د یووا هندو واهني بهارت په نوم ډلې دا کور ور کړی دی.
په اترپردېش کې د یووا هندو واهني بهارت مشر سوکیندر کوکر د دې کلي دی او هغه دا کور ور کړی دی.
یووا هند واهني مشر سوکیندر کوکر او یو ګیندر تومر دا کورنۍ د بدرکا کلي یوه مندر کې هندو کړې.
سوکیندر وايي، خپله خوښه یې اسلام پرېښودلی دی.
یووا هندو واهني ولې د خلکو دین بدلوي، ځواب کې سوکیندر وايي، داسې څه خبره نشته، خو که کوم مسلمان هندو کېږي نو ښه خبره ده.
زه له دوی سره کومه ژمنه نه کوم، خو کور هرو مرو ور کوم، لیکن د تل لپاره نه، دوی به هم یوه ورځ دا کور پرېږدي.

له بلې خوا نوشاد وايي، موږ د سپټمبر ۲۹ له سوکیندر کوکر سره میلاو شول.
"زما د ورور ګلشن د مرګ په هکله به له پولیسو او حکومت همکاري وغواړي".
نوموړی زیاتوي: "له موږ سره یې د څو ډوله مرستې ژمنې کړې دي. د دین پرېښودلو خبره هم هلته وشوه، ځکه موږ هم د هندو کېدلو پرېکړه وکړه".
دلشاد چې اوس دلیر سینګ دی، وايي: "هغه زموږ سره د ډېرې همکارۍ خبره کړې، بس د ورور د وژنې له امله انصاف غواړو".
کله چې دلیر سینګ وپوښتل شو، چې دغه کور کې به تاسو تر کله اوسئ، سترګې یې له اوښکو ډکې شوې.
"پته نه لګېږي".
د دلشاد مېرمن منسو هم ځان هندوه بولي. هغه وايي، چې اوس منجو ده.
ومې پوښتله چې منجو کېدلو سره څومره خوښه ده.
"لږ غلې شوه، تراوسه خو د کلي هندوانو ډېره مرسته را سره کړې ده، د راتلونکي پته نشته".
د دین پر سر کورنی جنجال

د ارشاد مېرمن اشما خپه ده چې ولې یې خاوند هندو شوی دی، ځکه یې کور پرېښود.
شبارا هم د دې کورنۍ یوه ښځه ده.
هغې ته هم د کور سړیو ویلي و چې هندوه شي، خو هغې ونه منله.
شبارا وايي، څه یم هغه به یم:
"دوی وايي، چې هندو کېدلو سره به یې د زوی د مرګ انصاف ور کړل شي، که وشي ښه ده، زه به هم دا دوعا کوم".
هغه مایوسۍ سره زیاتوي چې د دین په بدلېدلو سره کورنۍ ووېشل شوه.
ویل کېږي د دې شل کسیزې کورنۍ ۱۲ کسان هندوان شوي.
د شپې اته بجې دي، راجکمار د کلي مجلسي سړی دی، کور کې یې څو کسان سره جرګه دي.
دوی کې څو لوستي ځوانان هم خپلو کې سره جرګه دي او وايي، رسنۍ لېونۍ دي، هغوی ته څه پته ده چې تر کله یې ګټه وي، هندوان دي له هغه وروسته بیا مسلمان دي.
خلک دا هم وايي، چې یو دوو ورځو کې به نور اته کسان هم هندوان شي، خو یووا هندو واهني ډله له دې خبرې نټه کوي.
د جټانو کلی

دلته ډېری اباد خلک جټان دي، نور خلک هم شته، خو جټان ډېر دي.
ډېر خبری راجکمار وايي، دې کلي کې درې نیم زره رایه ور کوونکي دي چې مسلمان پکې درې نیم سوه دي.
د کلي خلک په دې پېښه څه نه وايي.
د شپې نهه بجې جومات کې ۱۲ کسان ناست دي.
د دې کسانو د دین پرېښودو په تړاو مې محمد عرفان وپوښت، هغه وویل؛ هرڅه ټیک دي.
بیا مې وپوښت ولې اسې کېږي، بیا یې هم ویل، هیڅ خبره نشته، خو اخر یې وویل:
"د خدای په خاطر نور مې مه پوښته".
دلته خاموشي ده، خو راجکمار وايي، ډېر خوشالېږي چې مسلمان هندو شي.
د نوموړي دا خوشالي به د هغې کورنۍ لپاره څنګه وي چې سره ووېشل شوه، ښايي دا پوښتنه ټوله کورنۍ خپه کړي.
ولې دا کورنۍ هندوه شوه؟

د اخترعلي کورنۍ باغ پت ښار سره خوبي پور نواډا کلي کې اوسېده.
هلته یې جولای کې د زوی ګلشن مړی وموندل شو.
اختر علي- چې اوس درم سینګ دی- وايي، ۲۲ کلن زوی یې وژل شوی او پولیس یې د څېړنو هڅه نه کوي.
دوی وايي، په هغه وخت خپل قوم هم ور سره ونه درېد، ځکه یې مذهب بدل کړ.
خو د خوبي پور خلک وايي، چې ګلشن ځان وژنه کړې وه، ځکه له یوه کال راهیسې یې مېرمن کور ته نه ور تله.
د کلي خلک دا هم وايي، که له دوی سره په مړه ژوندي نه درېدلی، نو هدیره کې به هم ور سره نه و.
هندتوب سره پولیس څېړنې کوي؟

پوښتنه دا ده چې د هندو کېدلو سره به د اختر علي په خوښه پولیس کار وکړي.
د ځايي پولیسو مشر شلیش پانډي وايي، چې نه د دین له مخې پلټنې نه کېږي.
شپه تیاره ده، رقیه خپل خاوند نوشاد ته- چې اوس نریندر دی- ډوډۍ تیاروي.
هغه وايي، څه توپیر کوي، هغه به کوو چې پخوا مو کول، هندو یو یا مسلمان.








