چارواکو ته لاس نه ور کولو یوه مسلمانه د فرانسې له وګړتوب بې برخې کړه

د عکس سرچینه، Getty Images
فرانسه کې یوې محکمې تاييد کړه چې د الجزاېرۍ ښځې د فرانسې د وګړتوب غوښتنه یې په دې رد کړه چې نوموړې نارینه چارواکو ته له لاس ور کولو ډډه وکړه.
د ښځې نوم نه دی خپور شوی خو ویلي یې دي چې د خپل مذهبي باور له مخې یې د وګړتوب د اسنادو د ورکړې مراسمو کې چارواکو ته لاس ور نه کړ.
اړوند چارواکو ویلي، له دې ښکاري چې "دا ښځه د فرانسې ټولنې سره جوړه نه راځي" او په همدې یې د نوموړې د وګړتوب غوښتنه رد کړې.
نوموړې د فرانسې لوړه قضايي محکمه کې اعتراض وکړ خو دغې محکمې هم پخوانۍ پرېکړه تایید کړه.
دې الجزایرۍ په ۲۰۱۰ میلادي کال کې له فرانسوي سره واده کړی.
په ۲۰۱۶ کال د وګړتوب د ورکړې مراسمو کې- چې د فرانسې په ګرنوبل کې جوړ شوي وو- دغې ښځې په جلسه کې ناستو چارواکو ته د لاس له ور کولو ډډه وکړه.
په همدې د نوموړې د وګړتوب غوښتنه و نه منل شوه، د فرانسې دولتي چارواکو وویل، د هغې دې مذهبي کار دا وښودله چې "د فرانسې له ټولنې سره توپیر لري. "
AFP/Getty

د عکس سرچینه، AFP/Getty
دا هغه یو لامل دی چې پر بنسټ یې ډولت د هغو کسانو د وګړتوب غوښتنلیکونه ردولی شي چې د واده کولو له لارې غواړې د فرانسې وګړتوب ترلاسه کړي.
الجزایرۍ ښځې دا پرېکړه له واک ناسمه استفاده وبلله خو د ښار شورا دا پرېکړه پلې کړې ده.
په ۲۰۱۶ کال د سویس یوې ځايي محکمې پرېکړه وکړه چې په دغه هېواد کې د یو ښوونځي دوه مسلمان زدکوونکي مکلف دي خپلې ښوونکې ته لاس ورکړي کنه جریمه به پرې کوي.








