د عراق ولسمشرۍ ته کوردۍ خبریاله نومانده

د عکس سرچینه، Social media
د عراق پارلمان مشرۍ ته د محمد الحلبوسي له ټاکل کېدا وروسته، نوموړی به راتلونکې اکتوبر کې د هېواد لپاره د نوي ولسمشر ټاکل کېدو ته د ټاکنو وروستۍ نېټه وټاکي.
په عراق کې هوکړه پر دې وشوه چې له کوردانو هم یو نومانده/نومانده ولسمشرۍ ټاکنو ته ځان کاندید/کاندیده کړي، د پارلمان مشري سني عربانو او د حکومت مشري شیعه ګانو ته ورکړل شي.
اوسمهال د عراق ولسمشرۍ ټاکنو ته درې کوردان نوماند شوي، چې یوه پکې ښځه ده.
دا نوماندان څوک دي؟
سروة عبدالواحد
د عراقي پارلمان کردۍ استازې سروة عبدالواحد د ولسمشرۍ ټاکنو ته ځان نوماند کړی. په وروستیو کلونو کې د سیاسي فعالیتونو له کبله ډېره مشهوره شوه، په تېره بیا په ۲۰۱۷ کال له عراق نه د کوردستان ولایت د خپلواکۍ د ټولپوښتنې په مخالفت کې یې ډېرې هلې ځلې وکړې.

د عکس سرچینه، Social media- Twitter
سروة په ۱۹۷۲ کال سلیمانیه کې زیږېدلې، په ۱۹۹۳ کال یې د بغداد پوهنتون عربي ژبې ادبیاتو کې لیسانس اخیستی، په ګڼو سیمه ییزو رسنیو کې یې کار کړی بیا یې تدریس کړی او تر ۱۹۹۸ کاله پکې پاتې شوې ده.
په ۲۰۱۴ کال له اربیل ولایت نه د بدلون ګوند د استازې په توګه د عراق پارلمان ته بریالۍ شوې ده او د عرب پارلمانونو کې د ښځینه استازو د شبکې غړې شوه.
عبدالواحد یوې خبري غونډې ته ویلي، له سیاسي ګوندونو جلا د کردانو خپلواکه نومانده ده "زه د عراق ملي ګوند نومانده یم چې د ټولو هغو عراقیانو استازیتوب کوي، چې له لسیزو راهیسې کړېږي."
د اربیل پولیسو پیشمرګه ځواکونو ته د سپکاوي له کبله د هغې د نیولو امر هم کړی و، خو نوموړې دا تور ردوي. د عراق پارلماني غړو تېر کال د هغې د مصونیت له لرې کولو ډډه وکړه.
برهم صالح
نوموړی په ۱۹۶۰ کال د یوه قاضي کور کې زیږېدلی. وړاندې مخکې له دې چې شل کلن شي سیاسي فعال و.

د عکس سرچینه، Getty Images
په ۱۹۷۹ کال د عراقي حکومت له خوا دوه ځلې په سیاسي کوردي خوځښتونو کې د فعالیت له امله ونیول شو، د حکومت ضد مظاهرو کې د انځور اخیستو له کبله زنداني شو.
له زندانه تر خوشي کېدو وروسته د ناامنیو له کبله بریتانیا ته وتښتېد. هلته یې د کوردستان ملي اتحاد ګوند کې کار وکړ او بریتانیا کې ددغه ګوند د بهرنیو اړیکو مشر شو.
صالح په ۱۹۸۳ کال د کاردیف پوهنتون ملکي انجینرۍ نه فارغ شو. په ۱۹۸۷ کال یې له لیورپول بریتانیايي پوهنتون نه په کمپیوټر او انجینرۍ کې دوکتورا واخیسته.
د خلیج له لومړۍ جګړې او د مرکزي حکومت له ولکې د عراق د کوردستان ولایت له وتلو وروسته د ۱۹۹۳ او ۲۰۰۳ کلونو ترمنځ موده کې بریتانیا کې د خپل ګوند استازی شو.
د صدام حسین له نظام ړنګېدو وروسته، په ۲۰۰۴ کال د عراقي حکومت لنډمهالی مشر وټاکل شو، بیا یو کال وروسته انتقالي حکومت کې د پلان وزیر شو، همداشان د نوري مالکي د لومړۍ واکمنۍ پرمهال (۲۰۰۶) د حکومت مشر و.
په ۲۰۰۹ کال د کوردستان ولایت مشر شو. بیا یې پارلماني ټاکنو ته د "دیموکراسۍ او عدالت ټلواله" په نوم ګوند جوړ کړ او پارلمان کې یې دوې څوکۍ وګټلې.
اوس د عراق کوردستان ولایت سلیمانیه ښار کې د امریکايي پوهنتون د مشرتابه شورا مشر دی.
فؤاد حسین
فؤاد حسین په ۱۹۴۹ کال زیږېدلی، په ۱۹۷۱ کال یې د بغداد پوهنتون تعلیم او تربیه لوستې، بیا د کوردستان دیموکرات ګوند غړی شو.

د عکس سرچینه، Social media-Twitter
په ۱۹۷۵ کال له پیشمرګه ځواکونو سره یوځای شو، هالنډ ته ولاړ او په بهر کې د کوردستاني محصلینو د ټولنې سکرتر شو او د کردستان د ملي اتحاد له ګوند سره یوځای شو.
ګوند یې پرېښود او خپلواک سیاستوال شو چې بیروت، ویانا او نیویارک کې یې د تېرې پېړۍ ۹۰مو کلونو کې د عراق مخالفو غونډو کې ګډون کړی.
په ۲۰۰۳ کال د عراق د پخواني رژیم له ړنګېدو وروسته عراق ته ستون شو او د پوهنې وزارت مفتش شو. بیا د کوردستان ولایت د دیوان مشر شو چې تر اوسه پر همدې دنده دی.
د کوردستان له دیموکرات ګوند نه د نوموړي د نوماندېدو اعلان د دغه ګوند مشر مسعود برزاني وکړ.









