عراق کې د مقتدی صدر شیعه ډلې ټاکنې ګټلې

د عکس سرچینه، Reuters
د شیعه ملېشو دغه پخواني مشر له متحدینو سره د عراق پارلماني ټاکنې ګټلې.
مقتدی صدر چې په عراق کې د ایران کلک مخالف دی، پخپله نه شي کولی لومړی وزیر شي ځکه دی نوماند نه و.
خو انګېرنه دا ده چې د نوي حکومت جوړولو کې به مهم رول ولوبوي.
د اوسني واکمن لومړي وزیر حیدرالعبادي ګوند بیا له یوه ایراني پلوه ډلې وروسته درېیم ځای خپل کړی.
د شنبې په ورځ د ټاکنو کمېسیون لخوا اعلان شوې پایلې ښيي چې د ښاغلي صدر ډلې ۵۴ څوکۍ ګټلې، د فتح ډلې بیا ۴۷ او د لومړي وزیر عبادي ډلې بیا ۴۲ څوکۍ ګټلې.

د عکس سرچینه، AFP
خو د ښاغلي صدر ډلې د ۳۲۹ څخه ۵۵ کمې رایه ګټلې چې دی به اوس له بلې ډلې سره ګډ حکومت جوړوي. د ده په ډله کې له کمونستانو تر سیکولر ډلو ټول شامل دي.
د ښاغلي صدر ډله وروسته له هغه بریالۍ کېږي چې کلونه دی له صحنې لرې و او پر ځای یې د ایراني ملاتړو شیعه ډلې مخکښې وې.
په عراق کې د اسلامي دولت نومې ډلې له ماتې وروسته دا لومړۍ ټاکنې دي چې کېږي. د ویلو وړ ده چې د ۵۰۰۰ شاوخوا امریکایي سرتېري اوس هم په عراق کې شته.
ښاغلی صدر په ۲۰۰۳ کې د امریکا د عراق یرغل پر وړاندې ودرېد، او وروسته بیا د فساد ضد مبارزې اتل شو.
د ښاغلي عبادي ډلې ناکامي د همدې خبرې څرګندوی کوي چې عراقیان له ښکاره فساد سره ناخوښ وو.










