د عراق ټاکنې

د ویډیو تشریح، د عراق ټاکنې

عراقيان د شنبې پر ورځ د رایو مرکزونو ته ځي چې د دغه هېواد نوی ملي پارلمان وټاکي. دا په عراق کې د داعش له ماتېدو وروسته لومړنۍ ټاکنې دي.

امنیتي تدابیر ټینګ ورته نیول شوي دي ځکه دغې ډلې ګواښ کړی دی چې پر سیاستوالو او رایه ورکوونکو به بریدونه کوي.

دا له ۲۰۰۳ کال راهیسې چې امریکا د صدا حسین رژیم نسکوره کړ، دریم ځل دی چې ټاکنې کېږي.

په عراق کې پر دې ټاکنو ایران سیوری غوړولی دی. دا رپوټ د شیعه ګانو له سیمې کربلا دی.