پر بوش بوټ واروونکی د عراق پارلماني ټاکنو ته نوماند دی

انتخابات عراق
د عکس تشریح، منتظر الزیدی نامزد انتخابات پارلمانی عراق از ائتلاف سائرون شده است

د عراق د راتلونکې اونۍ په ټاکنو کې منتظر زیدي، هغه ځوان چې په ۲۰۰۸ کال کې یې د امریکا پخوانی ولسمشر جورج بوش په بوټ ویشتلی و، د سایرون ټلوالې له ډلې لخوا نوماند دی. دا ټاکنې به د مې میاشتې پر دولسمه نېټه تر سره شي.

منتظر زیدی په ۲۰۰۸ کال کې د امریکا پخوانی ولسمشر جورج هغه وخت پر بوټانو وویشت چې د عراق له پخواني لومړي وزیر نوري المالکي سره یې ګډ خبري کنفرانس کې خبرې کولې.

په دې کار سره نوموړی د اتل په توګه وپېژندل شو، خو دی پر دې جرم چې د بهرني هېواد په مشر یې برید کړی زنداني شو.

له هغه وروسته چې منتظر زیدي له زندانه خوشې شو نوموړي ادعا وکړه چې په زندان کې ربړول شوی.

نوموړي د هډوکو، غاښونو او ځينو نورو برخو د جراحت لپاره د غرامت وغوښت.

بوش

د عکس سرچینه، Getty Images

منتظر زیدي هغه مهال د بغدادیه تلویزوني شبکې د خبریال په توګه د جورج بوش او نوري المالکي په ګډه خبري غونده کې ګډون کړی و.

د غونډې په جریان کې ازیدي خپل دواړه بوټونه د امریکا د پخواني ولسمشر جورج بوش پر لوري وار کړل.

نوموړي بوش ته سپی وویل او زیاته یې کړه چې بوټونه یې د عراقایانو لخوا د خدای پاماني په مانا دي.

جورج بوش د بوټانو له واره ځان وساته او وروسته یې وویل، بوټ واروونکي ته په زړه کې هېڅ کینه نه لري.

نوموړي وروسته په خپلو مرکو کې ویلي چې د خپلې د ولسمشرۍ په دوره کې له ډېرو پېښو سره مخ شوی اودا یې یوه له عجیبو پېښو ده.

د عراق ټاکنې

د عکس سرچینه، EPA

منتظر الزیدي له زندانه ترخوشې کېدو وروسته اروپا ته ولاړ او هلته یې په عراق کې د جګړې قربانیانو ته د انساني مرستو د رسونې یو بنسټ جوړ کړ.

زیدي ژمنه کړې چې که په دې ټاکنو کې به بریالی شي نو غله او فاسد کسان به له عراقه وباسي او هغه کسان به چې د عراق پیسې غلا کوي څاري او د خلکو د پیسو د ورېکېدو مخه به ونیسي.

په عراق کې دا ټاکنې په داسې حال کې ترسره کېږي چې دولت تېرکال د ډسمبر په میاشت کې ویلي وو چې د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش سره په مبارزه کې بریالی شوی.