عراقي محکمې د کردستان ټولپوښتنې کمیسیون د مشر نیولو امر کړی

د عکس سرچینه، AFP
د عراق یوې محکمې د کوردستان د خپلواکۍ د ټولپوښتنې اړوند کمیسیون د مشر نیولو امر کړی. کوردستان له عراقه د خپلواکۍ د اخیستو په پلوۍ رایه ورکړه.
د عالي قضايي ارګان ویاند قاضي عبدالستار بیرقدار په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د رصافه محکمې محکمې د ټولپوښتنې د کمیسیون د مشر او غړو د نیولو امر کړی دی.
فرانس پرېس خبري اژانس وايي، د نیولو په امر کې د کمیسیون د مشر هندرین صالح او دوو نورو غړو نیول هم راغلي.
بیرقدار ویلي، د ملي امنیت شورا د شکایت له مخې شوی، چې مشري یې د عراق لومړی وزیر حیدرالعبادي کوي.
دوی وايي، ټولپوښتنه د محکمې د پرېکړې خلاف ترسره شوې ده.
تر اوسه د کوردستان حکومت د محکمې پر دغه حکم کوم غبرګون نه دی ښودلی.
یوه اونۍ وړاندې د سپتمبر پر ۲۵مه په عراق کې عالي محکمې ټولپوښتنه له اساسي قانون سره په ټکر کې بللې وه او د مخنیوي امر یې کړی و.
خو د کردستان حکومت ویلي وو، ټولپوښتنه چې ۹۲ سلنه ګډونوالو له عراقه د بېلتون په پلوۍ پکې رایه ورکړې وه، یو "قانون" عمل دی.
په عراق کې کردان وايي د مور مېرې چلند ورسره کېږي او په ۱۹۹۱ کال د خلیج له جګړې وروسته ایله دوی یوه کورواکه اداره پیدا کړه.
په تېرو درو کلونو کې کردان په عراق او سوریه کې د "اسلامي دولت" (داعش) نومې ډلې ضد جګړه کې ښکېل شوي دي.











