امریکا: د کوردستان ټولپوښتنې پایلې نه منو

د عکس سرچینه، Getty Images
امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټېلرسن د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي، هېواد یې د کوردستان د خپلواکۍ ټولپوښتنه په رسمیت نه پېژني.
هغه خبرپاڼه چې جمعه سپټمبر ۲۹ له بهرنیو چارو وزارت څخه خپره شوې، ټېلرسن پکې په ټینګار ویلي چې د کوردستان د خپلواکۍ ټولپوښتنه قانوني بڼه نه لري او د امریکا دریځ دا دی چې له یو موټي، فدرال او ډیموکراټ عراق څخه ملاتړ کوي:
" په ورته وخت کې موږ د دې یو اړخه کړنې بالقوه منفي پایلو ته اندېښمن یوو، موږ تر ټولپوښتنې وړاندې هڅه وکړه چې دواړه خواوې رغوونکی ګام واخلي؛ داسې رغوونکی ګام چې د کوردستان پکې خیر وي. دغسې ارمانونه یوازې په ټولپوښتنو نه شي پوره کېدای."
په خبرپاڼه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر عراقي چارواکو ته د زغم او حوصلې سپارشتنه کړې او عراق ته یې هم د هر ډول زور او تاوتریخوالي په اړه خبرداری ور کړی دی.
په ورته وخت کې د جمعې په ورځ د کوردستان له هوايي ډګره نړیوال پروازونه لغوه شول.
دا کار د کوردستان د خپلواکۍ له ټولپوښتنې سره د عراق د دولت د جدي مخالفت څرګندونه کوي.

د عکس سرچینه، Reuters
بغداد وايي، سر له جمعې ورځې به له اربیل او سلیمانیه هوايي ډګرونو یوازې کورنۍ الوتنې وشي او نړیوالې هغه به ترې هغه وخت پیل شي چې د کوردستان حکومت د هوايي ډګرونو کنټرول له یوې مخې عراقي چارواکو ته وسپاري.
له عراق څخه د کورواکي کوردستان د خپلواکۍ په ټولپوښتنه کې ۹۲ سلنه رایه ور کوونکو له عراق څخه د خپلواکۍ په پلوۍ رایې کارولي دي.
که څه هم د یادې ټولپوښتنې د پایلو منل الزامي نه دي، خو دمګړۍ یې په عراق او کوردستان کې کورنۍ او بهرنۍ ستونزې زېږولي دي.











