عمران خان د پاکستان د ۲۲ لومړي وزیر په توګه لوړه وکړه

د عکس سرچینه، Twitter @Govt of Pakistan
د پاکستان د تحریک انصاف مشر عمران خان د دغه هېواد قامي اسمبلۍ یا پارلمان کې د شنبې په ورځ د ۲۲ لومړي وزیر په توګه لوړه وکړه.
د پاکستان ولسمشر ممنون حسین نوموړي ته د لوړې سوګند ور کړ.
د لوړې مراسمو کې پر مهمو سیاسي شخصیتونو، د پوځ پر مشرانو، بهرنیو ډيپلوماټانو او خبریالانو سربېره، د کرېکټ هغه لوبغاړي هم وو چې پر ۱۹۹۲ کال یې پاکستان ته نړیواله لوبه ګټلې وه.
هغه مهال د پاکستان د لوبډلې مشري د عمران خان سره وه.
مبارکۍ

د عکس سرچینه، EPA
د عمران د لوړې مراسمو کې د هند پخواني کرېکټر نوجوت سینګ سندو هم ګډون کړی دی.
عمران خان ته د لومړي وزارت د څوکۍ مبارکۍ روانې دي.
د پاکستان د کرېکټ یوه پځواني لوبغاړي وسیم اکرم دا د پاکستان د ولس لپاره تاریخي ورځ بللې ده.
بل پاکستاني لوبغاړي شعیت اختر ټوېټ کې لیکلي:
"عمران خان ته د پاکستان د ۲۲ لوړي وزیر کېدو مبارکي وایم، تاسو ته د نوي پاکستان جوړولو نېکې هیلې لرم".
عمران خان څو رایې وګټلې؟

د عکس سرچینه، EPA
عمران خان د جمعې په ورځ له نوي ټاکل شوي پارلمانه ۱۷۶ رایې تر لاسه کړې او د پاکستان لومړی وزیر وټاکل شو.
د عمران خان سیاسي سیال او د پاکستان مسلم لیګ (ن) ګوند مشر شهباز شریف ۹۶ رایې تر لاسه کړې.
د اپوزیسیون یوه بل ګوند پاکستان پیپلز ګوند رایې اچوونه کې برخه نه ده اخیستې.
د عمران خان تحریک انصاف ګوند د تېرې جولای میاشتې ټاکنو کې بریا تر لاسه کړه.
دې سره پخواني کرېکټ ستوري عمران خان ته عملي سیاست کې له نژدې دوو لسیزو فعالیت وروسته د لومړي وزیر مقام ته د رسېدو لپاره لاره هواره شوه.
۶۵ کلن عمران خان ته د یوه داسې هېواد مشري په میراث پاتې ده، چې اقتصادي بحران پکې مخ په پراخېدو دی او هغه د (نوي پاکستان) جوړولو ژمنه کړې.
کرزماتیک سپورتي ستوري عمران خان چې ۱۹۹۲ کال کې یې د نړیوال جام ګټونکې پاکستانۍ کرېکټ لوبډلې مشري کړې، تر ډېره وخته ورته ځینو کسانو د یوه شتمن عیاش ځوان په سترګه کتل، خو اوس نوموړی ځان د یوه پاک، بانفوذه او د بېوزلۍ له منځه وړونکي شخصیت په توګه ښيي، چې غواړي اصلاحات راولي.
ښاغلي خان په خپل هېواد کې د اداري او مالي فساد خلاف د یوه کمپاین مشري وکړه او د یوه داسې اسلامي دولت رامنځته کولو غوښتنه یې کوله، چې بیوزلو ته پکې خیر ښېګړه پریمانه وي.

د عکس سرچینه، AFP
له ټاکنو مخکې عمران خان بي بي سي ته ویلي وو، د بریا په صورت کې به یې لومړنی تمرکز پر اقتصادي وضعیت وي. تېر کال پاکستانۍ روپۍ د ډالر مقابل کې وغورځېده، انفلاسیون لوړ شو او سوداګریزه خساره په ډېرېدو ده.
د ټوکرانو په ګډون پاکستاني مصنوعاتو ته له ارزان بیه تولیداتو سره چې د چین په شمول په شاوخوا سیمه کې تولیدیږي، سخته سیالي ورله غاړې ده.
ماهرین ګومان کوي، د پاکستان نوی حکومت به له ۲۰۱۳ وروسته یو ځل بیا اړ شي، چې د پېسو تر لاسه کولو لپاره د ای اېم اېف یا د پېسو نړیوال صندوق ته لاړ شي، چې دغه چاره به خلکو ته د خیر ښېګړې یا سبسډیو ورکړه نوره هم پېچلې کړي.
د جولای ۲۵ مې ټاکنو کې د خپل ګوند له بریا وروسته ښاغلي خان له هند سره د کشمېر سیمې پر سر د خبرو ژمنه هم وکړه. د کشمير پر سر د دواړو اتومي ګاونډیانو تر منځ اوږد مهاله بحران موجود دی.
عمران خان مخکې په سیمه کې د امریکا ترهګرۍ ضد جګړې له کبله او په ځانګړې توګه د ډرون بریدونو له امله پر دغه هېواد نیوکې کړې، خو اوس یې له متحدو ایالتونو سره (د دوه اړخیزو ګټورو) اړیکو خبره کړې ده.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ دا وروستیو کې پر پاکستان تور پورې کړ، چې ګاونډي افغانستان کې ترهګریزو فعالیتونو ته (خوندي پټنځایونه) ورکوي او د دغه هېواد مرستې یې پرې کړې.
افغانستان
عمران خان له ټاکنو ورسته لوموړي خبري کنفرانس کې ويلي و، له افغانستان سره ښه اړيکي غواړي او هيله لري چې د اروپايي ټولنې په څېر له افغانستان سره پرانيستې پوله ولري.
ښاغلي خان په هغه وینا کې د افغانستان په ګډون له هند او نورو هېوادونو سره د ښو اړیکو هیله څرګنده کړي وه. د عمران خان په وینا، حکومت به يې په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره جدي کار وکړي.
د عمران خان په خبره د افغانستان ولس د نړۍ یواځينی ولس دی، چې تر ټولو زیات جنګ يې لیدلی دی.
پاکستان اپوزیسیون ګوندونو د تېرې میاشتې ټاکنو کې د درغلیو تورونه پورې کړل، خو ویې ویل چې اسمبلۍ یا پارلمان کې به پر خپلو ګټلیو څوکیو کېني.

د عکس سرچینه، Getty Images
د ټاکنو پر مهال ښاغلي خان ته د پاکستان ځواکمن پوځ د خوښې وړ کاندید په سترګه هم کتل کېدل او داسې تورونه وو، چې ګواکې پوځ یې د سیاسي سیالانو پر وړاندې پلوي کړې.
پخوانی لومړی وزیر محمد نواز شریف ۲۰۱۷ کال کې د مالي فساد تورونو له کبله له واکه ګوښه کړل شو.
ښاغلي شریف درې ځله د پاکستان لومړي وزیر په توګه دنده تر سره کړې.
د وژل شوې پخوانۍ لومړۍ وزیرې بینظیر بوټو پاکستان پيپلز ګوند او د نواز شریف پاکستان مسلم لیګ ګوندونو له دې مخکې د پوځي حکومتونو په منځنۍ موده کې څو ځله واک تر لاسه کړی دی.








