پاکستان ټاکنې: د رایو بیا شمېرنې غوښتنه

د عکس سرچینه، EPA
پاکستان کې د چارشنبې ورځې ټاکنو پر پایلو شکونه څرګند شوي او یو شمېر کاندیدانو خپلو ټاکنیزو حوزو کې د رایو بیا شمېرنې غوښتنه کړې. د پاکستان دولتي ټلویزیون رپوټ کې ویل شوي، د ملتان، لاهور او مانسهرې سیمو ځینو رایې مرکزونو کې د رایو دویم ځلې شمېرنه کېږي.
دې کې د لاهور هغه حوزه هم شامله ده، چې د مسلم لیګ نواز ګوند خواجه سعد رفیق د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان پر وړاندې ۶۸۰ رایو سره ماتې خوړلې.
بل لور ته تحریک انصاف ګوند وايي، دوی چمتو دي چې د ټاکنو پایلو په تړاو د ټولو سیاسي ګوندونو ملحوظاتو لرې کولو کې مرسته وکړي.

د عکس سرچینه، AFP
د ګوند ویندوی فواد چودري د جمعې پر ورځ د سیاسي ګوندونو له لوري د ټاکنو پایلو له ردولو وروسته بي بي سي ته وویل، دوی له مخکې په څېړنه کې دغو ګوندونو ته د مرستې وړاندیز کړی دی.
فواد چودري وايي، 'دا د ټاکنو کمېسیون او سیاسي ګوندونو تر منځ موضوع ده، خو که دوی غواړي تحریک انصاف د 'واکمن ګوند ' په توګه ورسره مرسته وکړي، موږ ورته چمتو یو. '
د جمعې پر ورځ د ټاکنو پایلو په تړاو د پاکستان سیاسي ګوندونو یوه ګډه غونډه کې په یوه خوله د جولای پنځه ویشتمې ټاکنو د رایو پایلې رد کړې.
له غونډې وروسته د جمعیت علمای اسلام (ف) ګوند مشر مولانا فضل الرحمان وویل:
''ټول سیاسي ګوندونه په یوه خوله اوسنۍ ټاکنې ردوي، ځکه دا د خلکو د باور استازیتوب نه دی، بلکې د خلکو رایې غلا کول دي. ''

د عکس سرچینه، AFP
د جمعې پر ورځ پلازمېنې اسلام اباد ته څېرمه مري سیمه کې د پاکستان مسلم لیګ نواز ګوند پلویانو د رایو له مرکزه د ټاکنیزو استازو شړلو خلاف مظاهره وکړه.
بل لور ته د ټاکنو څارونکې نادولتي ډلې (فیفن) د جمعې پر ورځ وویل، د قومي اسمبلۍ یا فدرالي پارلمان پر ۳۵ څوکیو، چې سخته سیالي پرې شوې، پایلو کې یې د رد شویو رایو شمېر له هغو رایو ډېر دی، چې کامیابو کاندیدانو د خپلو سیالانو پرتله ډېرې تر لاسه کړې وې.
د دوی رپوټ کې ویل شوي، دغسې ۲۴ حوزې پنجاب، شپږ خیبر پښتونخوا کې، څلور سیند او یوه بلوچستان کې وې.








