د ټرمپ توند دریځ اروپايي مشران اندېښمن کړي

    • Author, حمید قیومي
    • دنده, برسلز
دې Facebook پوسټ نه تېرشئ

منځپانګه نه شته

په Facebook کې نور وګورئ بي بي سي. بي بي‌ سي‌ د نورو ویبپاڼو د محتوا مسوله نه ده.

د ‍پوسټ Facebook پای

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ بروکسل کې د ناټو غړو هېوادونو له سرمشریزې څو ساعته وړاندې رسنیو سره خبرو کې پر جرمني کلکې نیوکې کړي او د ناټو نور غړي هېوادونه یې هم تورن کړي چې د ناټو ټولنې بودجه کې کافي ونډه نه اخلي.

ښاغلي ټرمپ په تېر یوه کال کې څو ځله ویلي چې د دې ټولنې لګښت پرې کولو وېش عادلانه نه دی او بروکسل ته له تگ وړاندې یې هم ویلي وو چې د ناټو په سرمشریزه کې به له نورو غړو هېوادونو سره جدي خبرې کوي.

ښاغلي ټرمپ نن سهار بروکسل کې د امریکا د سفیر په کور کې د ناټو له سرمنشي ین سټولټنبرګ سره ولیدل.

دې غونډې ته رسنۍ هم وربلل شوې وې. رسنیو ته خبرو کې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر جرمني لفظي ګوزارونه وکړل او ویې ویل "د جرمني د چارو کنترول له ۶۰ تر ۷۰ سلنې د روسیې په لاس کې دی".

د ده اشاره د جرمني او روسیې تر منځ د تېلو او غازو یوه لوی تړون ته وه، چې د ټرمپ په ګومان روسیې ته د سوداګرۍ زمینه برابروي او روسیه بیا همدغه پیسې د خپلو سیالانو په ځپلو لګوي.

ښاغلي ټرمپ وویل: " ناټو ټولنه مهمه ده. ناټو د اروپا او د امریکا لپاره مهمه ده. د ناټو غړیتوب موږ ته د لا خوندیتوب احساس راکوي، خو د ناټو ټولنې د لګښت وېش عادلانه نه دی. ناټو د ۲۹ هېوادونو ټولنه ده. ټول باید په کې ونډه واخلي او بار یوازې باید پر امریکا نه وي. زه به دا جدي خبرې په دې سرمشریزه کې د ناټو غړو هېوادونو له مشرانو سره یادوم".

ناسته کې د ناټو سرمنشي ین سټولټنبرګ خبرې یو څه له احتیاط سره ملې وې.

ټرمپ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، رسنیو ته خبرو کې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر جرمني لفظي ګوزارونه وکړل او ویې ویل "د جرمني د چارو کنترول له ۶۰ تر ۷۰ سلنې د روسیې په لاس کې دی".

ده د ټرمپ خبرو ته غبرګون کې وویل، ناټو د بودیجې د ناعادلانه وېش ستونزه مني او ژمنه ده چې نور غړي هېوادونه اړ کړي چې خپله مالي ونډه کال په کال لوړه کړي.

د ټرمپ سخت دریځ

بروکسل کې د ناټو په سرمشریزه کې به ډېر پام پر ټرمپ وي، چې د ناټو ټولنې له نورو غړو هېوادونو سره به یې خبرې څه ډول پر مخ ځي.

د ناټو سرمنشي او هم ځینې اروپايي مشران نه غواړي چې ټرمپ له سرمشریزې ناقانع او خواشینی لاړ شي، ځکه دی له سرمشریزې وروسته بریتانیا او له هغه وروسته بیا د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوټین سره غونډه لري.

اروپایي مشران د ټرمپ نه اټکلېدونکي شخصیت یو څه وارخطا کړي او سرمشریزه کې به هڅه کوي چې امریکا سره یې اړیکي ترینګلې نه شي او ټول په ګډه یوې هوکړې ته ورسېږي.

ډونلډ ټوسک

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د اروپايي ټولنې مشر ډونلډ ټوسک د امريکا ولسمشر ته دا يادگېرنه هم وکړه چې په وينا يې پر امريکا د سپتمبر يولسمې له بريدونو وروسته اروپايي سرتېري په افغانستان کې وجنگېدل او قربانۍ يې ورکړې.