تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ټرمپ توند دریځ اروپايي مشران اندېښمن کړي
- Author, حمید قیومي
- دنده, برسلز
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ بروکسل کې د ناټو غړو هېوادونو له سرمشریزې څو ساعته وړاندې رسنیو سره خبرو کې پر جرمني کلکې نیوکې کړي او د ناټو نور غړي هېوادونه یې هم تورن کړي چې د ناټو ټولنې بودجه کې کافي ونډه نه اخلي.
ښاغلي ټرمپ په تېر یوه کال کې څو ځله ویلي چې د دې ټولنې لګښت پرې کولو وېش عادلانه نه دی او بروکسل ته له تگ وړاندې یې هم ویلي وو چې د ناټو په سرمشریزه کې به له نورو غړو هېوادونو سره جدي خبرې کوي.
ښاغلي ټرمپ نن سهار بروکسل کې د امریکا د سفیر په کور کې د ناټو له سرمنشي ین سټولټنبرګ سره ولیدل.
دې غونډې ته رسنۍ هم وربلل شوې وې. رسنیو ته خبرو کې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر جرمني لفظي ګوزارونه وکړل او ویې ویل "د جرمني د چارو کنترول له ۶۰ تر ۷۰ سلنې د روسیې په لاس کې دی".
د ده اشاره د جرمني او روسیې تر منځ د تېلو او غازو یوه لوی تړون ته وه، چې د ټرمپ په ګومان روسیې ته د سوداګرۍ زمینه برابروي او روسیه بیا همدغه پیسې د خپلو سیالانو په ځپلو لګوي.
ښاغلي ټرمپ وویل: " ناټو ټولنه مهمه ده. ناټو د اروپا او د امریکا لپاره مهمه ده. د ناټو غړیتوب موږ ته د لا خوندیتوب احساس راکوي، خو د ناټو ټولنې د لګښت وېش عادلانه نه دی. ناټو د ۲۹ هېوادونو ټولنه ده. ټول باید په کې ونډه واخلي او بار یوازې باید پر امریکا نه وي. زه به دا جدي خبرې په دې سرمشریزه کې د ناټو غړو هېوادونو له مشرانو سره یادوم".
ناسته کې د ناټو سرمنشي ین سټولټنبرګ خبرې یو څه له احتیاط سره ملې وې.
ده د ټرمپ خبرو ته غبرګون کې وویل، ناټو د بودیجې د ناعادلانه وېش ستونزه مني او ژمنه ده چې نور غړي هېوادونه اړ کړي چې خپله مالي ونډه کال په کال لوړه کړي.
د ټرمپ سخت دریځ
بروکسل کې د ناټو په سرمشریزه کې به ډېر پام پر ټرمپ وي، چې د ناټو ټولنې له نورو غړو هېوادونو سره به یې خبرې څه ډول پر مخ ځي.
د ناټو سرمنشي او هم ځینې اروپايي مشران نه غواړي چې ټرمپ له سرمشریزې ناقانع او خواشینی لاړ شي، ځکه دی له سرمشریزې وروسته بریتانیا او له هغه وروسته بیا د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوټین سره غونډه لري.
اروپایي مشران د ټرمپ نه اټکلېدونکي شخصیت یو څه وارخطا کړي او سرمشریزه کې به هڅه کوي چې امریکا سره یې اړیکي ترینګلې نه شي او ټول په ګډه یوې هوکړې ته ورسېږي.