د هندي مجلې پر پوښ د "تي ورکولو" لانجمن انځور

د عکس سرچینه، GRIHALAKSHMI MAGAZINE
په هند کې د یوې مجلې پر پوښ د ماډلې انځور چې ماشوم ته تی ورکوي لانجمن شوي. په خواله رسنیو کې ډېر او بېلابېل غبرګونونه ښودل شوي.
د "ګرویهالاکشمي" مجله چې د کیرالا له ایالاته خپرېږي، په یوه ګڼه یې د ماډلې جیلو جوزف انځور خپور دی. دې انځور کې ظاهراً هندۍ ماډله کامرې ته ځیره ده، ماشوم یا ماشومه یې غېږ او پۍ ورکوي.
د مجلې پر پوښ لیکل شوي: "مېندې، د کروالا خلکو ته وايي چې مه راګورئ، ماشوم یا ماشومې ته مې پۍ ورکوم."
ویل کېږي دا لومړی ځل دی چې هندۍ مجله د پۍ ورکولو پر وخت د یوې ښځې انځور خپروي.
خو دې خبرې چې دا ماډله اصل کې مور نه ده او په انځور کې یې د پۍ ورکول تظاهر کړی، په ځینو مخاطبینو ښه نه ده لګېدلې او د خواله په رسنیو پرې بحثونه شوي.
د مجلې مسؤوله وايي له دې کار یې موخه دا ده چې د تي ورکولو په اړه په عامه ځایونو کې عامه پوهاوی وشي.
د مجلي مسؤولې مدیرې مانسي جوزف بي بي سي ته وویل: "یوه میاشت وړاندې یوه سړي د خپلې مېرمنې انځور چې کوچني ته یې پۍ ورکولې پر فیسیوک خپور کړ. خو پایله دا شوه چې دا مور د نرو او ښځو له نيوکو سره مخ شوه."
هغه وايي: "په همدې دلیل موږ پرېکړه وکړه چې دا ګڼه د مېندو پۍ ورکولو ته ځانګړې کړو."
ډېرې هندۍ ښځې ساري اغوندي. کله چې عامو ځایونو کې پۍ ورکوي، له همدې کلتوري کالیو ګټه اخلي او ځان پکې پټوي.
خو هغوی چې ساري نه اغوندي داسې یو څه نه شي کولی.
ډېرو د خواله پر رسنیو د مجلې له دې ګڼې هر کلی کړی، خو ډېرو نورو باندې بیا دا انځور او ماډله چې خپله مور نه ده ښه نه دي لګېدلي.
جیلو جوزف، چې په مجله یې انځور خپور دی، د ځان دفاع کوي او وايي: "د نیوکو تمه مې لرله. خو بیا مې هم پرېکړه وکړه چې دا کار وکړم، د هغو ميندو لپاره چې غواړي په غرور او د ازادۍ فضا کې خپلو ماشومانو ته تی ورکړي."








