یوه عکس د افغان عکاس پښې تر زندانه وڅکولې

د افغانستان د رسنیو څارونکي وايي، د افغانستان یوې محکمې خبري عکاس نجیب الله مسافر په شپږ میاشتو بند محکوم کړی دی. دغه خبري عکاس اوه کاله مخکې په دولتي مراسمو کې د یوې نجلۍ انځور اخیستی، چې بیا وروسته د یوه تبلیغاتي شرکت له خوا په دغه عکس کې ګوتې وهل شوې دي.
په افغانستان کې د ازادو خبریالانو د ملاتړ "نی" ادارې چارواکو ویلي، د افغانستان یوې محکمې عکاس په شپږ میاشتو بند محکوم کړی دی.
ددغې ادارې مشر صدیق الله توحیدي ویلي، نجیب الله مسافر یو خبري عکاس دی، چې د محکمې له خوا په شپږو میاشتو بند محکوم شوی.
ښاغلی مسافر د کب له ۳ نېټې راهیسې د کابل څرخي پله زندان کې دی.
د ښاغلي مسافر قضیه اوو کلونو مخکې مودې ته رسېږي، هغه مهال چې په یوه دولتي جشن کې یې یو عکس اخیستی و.
نوموړي د نجونو یو انځور اخیستی، چې ورزشي څیزونه لېږدوي، او دغه انځور یې پر یوه تبلیغاتي شرکت پلورلی او شرکت په انځور کې "لاسوهنه کړې، د یوه مخابراتي شرکت نښان یې پرې لګولی او پخپلو تبلیغاتو کې یې ګټه ترې اخیستې ده".
ښاغلي توحيدي بي بي سي ته وویل: "جالبه دا ده هغه کسان محاکمه نه شول، چې د قانون خلاف یې په عکس کې لاسوهنه کړې ده، بلکې خبري عکاس یې قرباني شوی. موږ له ولسمشر نه د هغه د خوشي کولو غوښتنه کوو".
دی وايي، دغه عکس د خپلو انځورونو د خرڅولو حق او واک درلود.

د عکس سرچینه، NAI
د ښاغلي مسافر لومړۍ محکمه اوه کاله مخکې جوړه شوې وه، چې د ښاغلي مسافر نژدې کسانو ویلي وو، له هغه نه شکایت کوونکو خپل شکایت بېرته اخیستی و، خ اوس دولت اوه کاله وروسته ښاغلی مسافر په غیاب کې په شپږو میاشتو بند محکوم کړی.
د افغانستان قضايي چارواکو د ښاغلي مسافر د بندي کېدو په اړه څه نه دي ویلي، او خبریالانو ته یې هم د هغه د بندي کولو په اړه معلومات نه دي ورکړي.
د لانجمن انځور کیسه
د بندي شوي عکاس زوی قیس نجیب وايي، پلار یې "د یاد انځور یوه نسخه خرڅه کړې، چې نجونې پکې د ورزش یو څیز لېږدوي، خو یوه تبلیغاتي شرکت دغه په دغه انځور کې ګوتې وهلې دي، او د یوه مخابراتي شرکت نښان یې پرې لګولی او پخپلو اعلانونو کې یې کارولی دی".
دی وايي، په هغه وخت کې دغه انځور هرځای چاپ شوی و، او د نجلۍ کورنۍ د عکس په خپرېدو نیوکه وکړه او محکمې ته یې شکایت وکړ، چې بیا وروسته تبلیغاتي شرکت او عکاس محکمې ته کش کړای شول.
بیا د کابل لومړۍ او استیناف محکمو عکاس نجیب الله مسافر لس زره افغانۍ جریمه کړ، چې د نجلۍ کورنۍ هم خپل "شکایت بېرته واخیست".
د ښاغلي مسافر زیو وايي، دغه موضوع پای ته رسېدلې وه، خو په وروستیو کې د کابل محکمې د نجیب الله مسافر په غیاب کې په شپږو میاشتو د هغه د بندي کولو پرېکړه وکړه.
دی وايي، د روانې اونۍ پیل کې یې پلار د پولیسو حوضې ته حاضر کړای شوی، بیا قومندانۍ ته لېږدول شوی او په پای کې یې پښې د څرخي پله تر زندانه کشول شوې دي.
افغانستان د کاپي رایټ یا (چاپرښتې) قانون لري چې د ولسمشرۍ له خوا د یوه فرمان له لارې نافذ دی.








