۱۳ روسان د امریکا ټاکنو کې په مداخلې تورن شوي

ایف بي ای

د عکس سرچینه، Reuters

د امریکا تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې د روسیې د احتمالي مداخلې اړوندو ارزونو کې ۱۳ روسان او درې روسي بنسټونه په دې هڅه تورن شوي،‌ چې ګني د محافظه کار نوماند په ګټه یې د عمومي افکارو اغېرمنولو ته کار کړی.‌

دا ۱۳ تورن هغه کسان دي چې امریکا ته تللي،‌ د امریکايي وګړو په څېر یې ځانونه ټینګ کړي چې په خواله رسنیو کې د هیلیري کلنټن پر وړاندې د ډونلډ ټرمپ په ګټه ټاکنو کې کار وکړي.

د امریکا ټاکنو کې د روسیې د مداخلې د ځانګړې څېړنډلې مشر رابرټ‌ مولر درې تورن کسان چې نومونه یې هم اخیستل شوي، د پټو خبرو په اورېدو او پنځه نور تورن په جعلي هویت لرلو تورن کړي.

د نوموړي په وینا،‌ ځینو تورنو امریکا کې له کمپیوټري سیستمونو پټ پاتې شوي او د خپل اصلي ځای یې روسیه ټاکلی دی.

دی وايي:‌ "تورنو ځانونه امریکایان ګڼلي او په جعلي هویت یې خواله رسنیو کې امریکایان پر ځان ورټول کړي."

رابرټ مولر

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، رابرټ مولر د امریکا ولسمشریزو ټاکنو کې د روسیې د مداخلې اړوندې دوسیې څېړنمشر دی

د رپوټونو پربنسټ،‌ د روسانو دا هڅې دوه کاله وړاندې د امریکا د ۲۰۱۶ کال له ولسمشریزو ټاکنو وړاندې پیل شوې دي.

واشنګټن کې د بي بي سي خبریال انتوني زورکر وايي، دا رپوټ که څه هم د مخکېنیو ادعاوو چې د ټرمپ د ټاکنیز کمپاین او روسیې ترمنځ‌ د تړاو خبره نه کوي، خو په ورته وخت کې کولی شي د امریکا ټاکنو کې د روسیې د مداخلې په تړاو بحثونه لا پسې ګرم کړي.

زموږ خبریال وايي، که څه هم سپینه ماڼۍ په دې رپوټونو سره کولی شي یوڅه د ارامۍ ساه واخلي،‌ خو دغه رپوټ ویلي چې د امریکا ټاکنو کې نفوذ کول ښايي د جمهوریپالو د نوماند اړوند کسانو په "ناغوښتل شوې" مرستې ترسره شوی وي.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

د امریکا ولسمشر ډونلډ‌ ټرمپ په وار وار د ۲۰۱۶ کال ولسمشریزو ټاکنو کې د روسیې د مداخلې مسله او واک ته د ټرمپ په رسېدو کې د مسکو د همکارۍ تور بې بنسټه بللی دی.‌

د امریکا امنیتي بنسټونه راتلونکو ټاکنو کې د روسیې د مداخلې په اړه اندېښنه لري. درې ورځې وړاندې،‌ د امریکا څارګرو ادارو په ګډه وویل،‌ ښايي روسیه د امریکا د کانګرس راتلونکو ټاکنو بیا د مداخلې هڅه وکړي.

د امریکا امنیتي بنسټونه راتلونکو ټاکنو کې د روسیې د نفوذ په اړه اندېښمن دي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د امریکا امنیتي بنسټونه راتلونکو ټاکنو کې د روسیې د نفوذ په اړه اندېښمن دي

د څېړنې پایلې

څېړنو ښودلې چې روسي وګړو:‌

  • د امریکايي وګړو په نوم بانکي ګڼونونه جوړ کړي او خلک یې غولولي
  • زرګونه ډالر یې هره میاشت د سیاسي اعلانونو په اخیستو لګولي
  • د خپل هویت پټ‌ ساتلو لپاره یې د امریکا له برېښنايي فضا ګټه اخیستې
  • امریکا کې یې سیاسي غونډې جوړې کړې او خلک یې وربللي.
  • سیاسي تبصرې یې د امریکایانو په نوم پر خواله رسنیو خپرې کړې
  • د هیلیري کلنټن پرضد یې معلومات خپاره کړي
  • د خپرېدو مقابل کې یې پیسې ترلاسه کړې
  • د امریکا پر خواله رسنیو یې د خپرولو مقابل کې پیسې ترلاسه کړې
  • د حساسو مسلو په تړاو یې د بحث لپاره پر خواله رسنیو،‌ په تېره بیا فیسبوک او انسټاګرام د بحث ډلې جوړې کړې
  • فعالیتونو یې یوه میاشت کې تر یو میلیون ډېر ډالر بودیجه لرله