ګوګل: روسي اعلانونه له امریکايي ټاکنو سره تړاو لري

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, سمیع الله موسیزی
- دنده, بي بي سي، لندن
د رسنیو د رپوټ له مخې ګوګل وايي داسې شواهد یې موندلي چې ښيي روسي جاسوسانو د امریکا د ۲۰۱۶ کال ولسمشرۍ ټاکنو د بدلولو لپاره پر اعلانونو په لسګونو زره ډالر لګولي دي.
امریکايۍ ورځپاڼې واشنګټن پوسټ د ځینو سرچینو په حواله ویلي چې د ګوګل اړوند د یوټیوب او جيمېل له لارې دغه اعلانونه خپاره شوي دي او هدف یې د ناسمو معلوماتو خپرول و.
سرچینو ویلي اعلانونه داسې نه ښکاري چې د کریملین اړوند ادارو له خوا دې خپاره شوي وي.
ګوګل ویلي په دې برخه کې شوې څېړنه یې د دې لپاره کړې چې معلومه کړي د دوی له شبکې څه ډول ناسمه ګټه پورته شوې ده .
د امریکا استخباراتي ادارو څو میاشتې وړاندې ویلي و روسیې هڅه کوله چې د تېر کال ټاکنې د ډونلډ ټرمپ په ګټه را وڅرخوي.
خو روسیې دغه ډول ادعاوې په کلکه رد کړې او ښاغلي ټرمپ هم له کریملین سره د هر راز جوړجاړي امکان په کلکه رد کړی.

د عکس سرچینه، Getty Images
د ښاغلي ټرمپ په ګټه د امریکا په ټاکنو کې د روسیې د احتمالي لاسوهنې موضوع، پر همدې ځای پای ته نه رسیږي او شونې ده چې د امریکا د کانګرېس او عدلیې وزارت د روانو څېړنو پایلې دغې موضوع ته بل رنګ ور کړي.
ګوګل ته نږدې سرچینو ویلي دغې کمپنۍ د هغو اعلانونو په اړه څېړنې کړې چې ۷۶ زره ډالر پرې لګول شوي دي.
د ګوګل شرکت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي د اعلانونو په برخه کې سخته کړنلاره لري او د سیاست، توکم او دین پر بنسټ خپریدونکو اعلانونو په اړه یې ځینې محدودیتونه وضع کړي دي.
وینا پاڼه زیاتوي په دې برخه کې پراخه څېړنې کوي چې معلومه کړي د دوی له سیستمه په څه ډول ناسمه ګټه پورته شوې ده.
ګوګل په دې برخه کې له کېدونکو څېړنو سره هم د ګډ کار ژمنه کړې ده.

د عکس سرچینه، Getty Images
په تېره سپتمبر میاشت کې فیسبوک ویلي و د همدې پاڼې له لارې یې د روسیې په مالي ملاتړ د داسې یوه کمپاین څرک لګولی چې په سیاسي او ټولنیز ډګر کې یې ویش ته لمن وهله.
فیسبوک ویلي و پر درې زره اعلانونو سل زره ډالر لګول شوي او د دغو اعلانونو لړۍ د روان کال تر مۍ میاشتې دوام درلود.
د فیسبوک بنسټګر زوکربرګ ویلي و دغه معلومات به له امریکايي څېړونکو سره شریک کړي.








