تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
۱۳ روسان د امریکا ټاکنو کې په مداخلې تورن شوي
د امریکا تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې د روسیې د احتمالي مداخلې اړوندو ارزونو کې ۱۳ روسان او درې روسي بنسټونه په دې هڅه تورن شوي، چې ګني د محافظه کار نوماند په ګټه یې د عمومي افکارو اغېرمنولو ته کار کړی.
دا ۱۳ تورن هغه کسان دي چې امریکا ته تللي، د امریکايي وګړو په څېر یې ځانونه ټینګ کړي چې په خواله رسنیو کې د هیلیري کلنټن پر وړاندې د ډونلډ ټرمپ په ګټه ټاکنو کې کار وکړي.
د امریکا ټاکنو کې د روسیې د مداخلې د ځانګړې څېړنډلې مشر رابرټ مولر درې تورن کسان چې نومونه یې هم اخیستل شوي، د پټو خبرو په اورېدو او پنځه نور تورن په جعلي هویت لرلو تورن کړي.
د نوموړي په وینا، ځینو تورنو امریکا کې له کمپیوټري سیستمونو پټ پاتې شوي او د خپل اصلي ځای یې روسیه ټاکلی دی.
دی وايي: "تورنو ځانونه امریکایان ګڼلي او په جعلي هویت یې خواله رسنیو کې امریکایان پر ځان ورټول کړي."
د رپوټونو پربنسټ، د روسانو دا هڅې دوه کاله وړاندې د امریکا د ۲۰۱۶ کال له ولسمشریزو ټاکنو وړاندې پیل شوې دي.
واشنګټن کې د بي بي سي خبریال انتوني زورکر وايي، دا رپوټ که څه هم د مخکېنیو ادعاوو چې د ټرمپ د ټاکنیز کمپاین او روسیې ترمنځ د تړاو خبره نه کوي، خو په ورته وخت کې کولی شي د امریکا ټاکنو کې د روسیې د مداخلې په تړاو بحثونه لا پسې ګرم کړي.
زموږ خبریال وايي، که څه هم سپینه ماڼۍ په دې رپوټونو سره کولی شي یوڅه د ارامۍ ساه واخلي، خو دغه رپوټ ویلي چې د امریکا ټاکنو کې نفوذ کول ښايي د جمهوریپالو د نوماند اړوند کسانو په "ناغوښتل شوې" مرستې ترسره شوی وي.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په وار وار د ۲۰۱۶ کال ولسمشریزو ټاکنو کې د روسیې د مداخلې مسله او واک ته د ټرمپ په رسېدو کې د مسکو د همکارۍ تور بې بنسټه بللی دی.
د امریکا امنیتي بنسټونه راتلونکو ټاکنو کې د روسیې د مداخلې په اړه اندېښنه لري. درې ورځې وړاندې، د امریکا څارګرو ادارو په ګډه وویل، ښايي روسیه د امریکا د کانګرس راتلونکو ټاکنو بیا د مداخلې هڅه وکړي.
د څېړنې پایلې
څېړنو ښودلې چې روسي وګړو:
- د امریکايي وګړو په نوم بانکي ګڼونونه جوړ کړي او خلک یې غولولي
- زرګونه ډالر یې هره میاشت د سیاسي اعلانونو په اخیستو لګولي
- د خپل هویت پټ ساتلو لپاره یې د امریکا له برېښنايي فضا ګټه اخیستې
- امریکا کې یې سیاسي غونډې جوړې کړې او خلک یې وربللي.
- سیاسي تبصرې یې د امریکایانو په نوم پر خواله رسنیو خپرې کړې
- د هیلیري کلنټن پرضد یې معلومات خپاره کړي
- د خپرېدو مقابل کې یې پیسې ترلاسه کړې
- د امریکا پر خواله رسنیو یې د خپرولو مقابل کې پیسې ترلاسه کړې
- د حساسو مسلو په تړاو یې د بحث لپاره پر خواله رسنیو، په تېره بیا فیسبوک او انسټاګرام د بحث ډلې جوړې کړې
- فعالیتونو یې یوه میاشت کې تر یو میلیون ډېر ډالر بودیجه لرله