د اېف بي ای پخوانی مشر د امریکا ټاکنو کې د روسیې لاسوهنه پلټي

د امریکا د مرکزي د فدارلي استخباراتي ادارې یا اېف بي ای پخوانی مشر په تېرو ولسمشرۍ ټاکنو کې د روسیې د ادعا شوې لاسوهنې د پلټنې لپاره وګومارل شو.

مرستیال لوی څارنوال راډ راسینسټین وايي، دې پلټنو ته رابرډ مولرګومارل د امریکا د عامه اړیکو په ګټه کار دی.

"عامه ګټو زه اړ کړم چې دا پلټنه د داسې کس له خوا وشي چې د قومندې له اوسنۍ دودیزې کړۍ ازاد وي".

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ تېره اونۍ د اېف بي ای مشر جېمز کومي له دندې ګوښه کړ او له هغه راهیسې په ټاکنو کې د روسیې د لاسوهنې د پلټلو لپاره د ځانګړي څارنوال د ګومارل غوښتنه کېده.

جېمز کومي هم په تېرو ټاکنو کې د ډونلډ ټرمپ د ټاکنیز کمپیان او مسکو ترمنځ د اړیکو پلټنه کوله.

اېف بي ای او کانګرېس د روسیې او ولسمشر ټرمپ د ټاکنیز کمپیان ترمنځ د اړیکو پلټل غواړي.

د امریکا څارګرې ادارې باوري دي چې مسکو د جمهوریپالو( د اوسني ولسمشر د ګوند) په ګټه د ټاکنو بدلول غوښتل.

د ټرمپ دریځ

د ښاغلي مولر له ګومارلو وروسته د امریکا ولسمشر ویلي چې په نوې پلټنه کې به نوموړی او ډله یې سپینه شي.

خو له ده مخکې سپینې ماڼۍ ویلي و، چې د دې پلټنو لپاره له ادارو د بهری یو کس ګومارلو ته اړتیا نه وه.

ریښتونې پلټنې به هغه څه تایید کړي چې موږ لا د مخه پرې پوهېږو، زما د کمپیان او د بهرنیانو ترمنځ کوم جوړ جاړی نه و.

په مشرانو جرګه کې مهم ډیموکراټ چیک سچومر هم د ښاغلي مولر د ګومارنې هرکلی کړی د دې مسوولیت لپاره خورا ښه غوراوی دی.

په ولسي جرګه کې د لږکیو ډیموکراټانو مشرې نانسي پلوسي هم ښاغلی مولر محترم او د لوی اخلاقي واک لرونکی شخصیت بولي.

خو زیاتوي، چې د نوموړي ګومارل د یوه خپلواک کمېسون په څېر نه دي: خپلواک کمېسون به له نوموړي ډېر واک درلود.

نوموړې د ټرمپ له حکومت دا غواړي چې د پلټنو لپاره باید مولر اړینې سرچینې او خپلواکي ولري.