تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پوتین: ثبوت لرو چې ټرمپ پټ معلومات نه دي راکړي
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي، دوی کولای شي ثابته کړي، چې تېره اونۍ امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ته لیدنه کې هېڅ پټ راز نه دی ویلی.
د روسیې سوچي ښار کې له ایټالوي لومړي وزیر پاولو ګانتیلوني سره ګډې خبرې غونډې ته وینا کې ولسمشر پوتین د ټوکې په انداز وویل، چې وزیر لاوروف تر اوسه هغه پټ معلومات نه دي رسوولي.
ښاغلي پوتین زیاته کړه د امریکايي پارلمان غړو د ډاډ لپاره روسیه کولای شي له ولسمشر ټرمپ سره د ښاغلي لاوروف د خبرو مسوده دوی ته ورکړي.
د دوشنبې پر ورځ دوو امریکايي چارواکو ویلي و، چې له ښاغلي لاوروف سره د اسلامي دولت نومې ډلې په اړه د خبرو پر مهال ښاغلي ټرمپ د روسیې بهرنیو چارو وزیر ته پټ معلومات ورکړي دي.
له دې مخکې امریکايي رسنیو ادعا کړې وه، چې دغه معلومات داسې یوه متحد له لوري ورکړل شوي وو، چې نه یې غوښتل د روسیانو لاس ته ورسېږي.
د سې شنبې پر ورځ ولسمشر ټرمپ په یوه ټویټر پیغام کې لیکلي و:
''د ولسمشر په توګه مې غوښتل له روسیې سره شریک کړم 'په هغه لیدنه کې، چې سپینه ماڼې کې کېده ' چې د ولسمشر په توګه یې حق لرم، د ترهګرۍ او د الوتنو خوندیتوب اړوند ثبوتنو په اړه '
د دې هدف له بشریت سره خواخوږي وه، دې سره ما دا غوښتل روسیه د اسلامي دولت ډلې او ترهګرۍ خلاف مبارزې کې نور فعالیت وکړي. ''
د واشنګټن پوسټ رپوټ کې ویل شوي و، د ولسمشر ټرمپ د معلوماتو مهم ټکی چې د اسلامي دولت ډلې د پلانونو اړوند وو، په الوتکو کې پر لیپ ټاپونو بندیز و.
د ډونلډ ټرمپ دغه کړنه له قانونه سرغړونه نه ده.
د امریکا د ولسمشر په توګه نوموړی کولای شي معلومات افشا کړي، خو له دې کبله پرې دیموکراتان سختې نیوکې کوي او د نوموړي خپل جمهوریتپال ګوند هم په ورنه د د سپیناوي غوښتنه کوي.