ډونلډ ټرمپ: فدرالي پولیس مې نه پلټي

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، د اېف بي ای ګوښه کړل شوي مشر جېمز کومي په ولسمشرۍ ټاکنو کې د ده د ټاکنیز کمپیان او روسیې ترمنځ د پټو معاملو د تورونو پلټنه نه کوله.

نوموړي د پنجشنبې په ورځ له اېن بي سي تلوېزون سره په خبرو کې یو ځل بیا دا تورونه رد کړل اوویې ویل: "زه له روسیې سره هیڅ کار نه لرم، زه روسیه کې کومه پانګه نه لرم، په روسیه کې هیڅ شتمني نه لرم، له روسیې سره مې اړیکې نه درلودې".

هغه جېمز کومي داسې څوک وباله چې ګویا د عدلیې وزارت چارواکو یې له واک ګوښه کېدل غوښتل.

دا په داسې مهال ده چې ښاغلي ټرمپ له دې مخکې ویلی وو، د لوی څارنوال او عدلیې وزیر او د هغه د مرستیال په غوښتنه یې ځکه جېزم کومي ګوښه کړ، چې دوی د هېلري کلنتڼ د برېښنالیکونو دوسیه کې د اېف بي ا ی له هڅو خوشال نه و.

سپینه ماڼۍوايي، چې د ښاغلي کومي ګوښه کول په ولسمشرۍ ټاکنو کې د ډونلډ ټرمپ د ټاکنیز کمپاین او د روسیې ترمنځ د ادعا شوو اړیکو له تور سره کوم تړاو نه لري، ځکه چې په دې هکله پلټنې د اېف بي ای خورا بې اهمیته پلټنې دي.

ښاغلي ټرمپ هم په مرکه کې ویلي چې دا پلټنې یوه "لوبه" ده.

خو د اېف بي ای سرپرست انډرو مک کېب د پنجشنبې په ورځ د مشرانو جرګې د اطلاعاتي کمېټې په ښکاره غونډه کې دا پلټنې ډېرې مهمې وبللې.

نوموړي جېمز کومي وستایه او په اېف بي ای کې یې د پراخ ملاتړ درلودونکی وباله او زیاته یې کړه چې "نن هم دا ملاتړ شته".

د هغه په خبره، د اېف بي ای ډېری کارمنان له پخواني مشر سره د زړه له تله اړیکي لري.

ښاغلی کومي چې له دندې لرې شو، نو د اېف بي ای کارمنانو ته یې ولیکل: "زه تل په دې باور وم، چې ولسمشر په هر دلیل یا هم له دلیل پرته د اېف بي ای مشر له دندې لرې کولی شي".

نوموړي پر دوی غږ کړی، چې خپلې دندې ته ډېر متوجه اوسي.