ایف بي آی: د کلنټن برېښنالیکونو کې د جرم نښې نشته

د امریکا د څېړنو فدرالي اداره،ایف بي آی وايي دوی د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته د نوماندې هېليري کلنټن د برېښنالیکونو نوې ټولګې کې، د جرم شواهد نه دي موندلي.

د ایف بي آی مشر جېمز کومي یوه لیک کې د کانګریس غړو ته لیکلي چې د دوی اداري د مېرمن کلنټن د برېښنالیکونو قضیې ته بیا کتنه کړې خو داسې څه یې نه دي موندلي چې د دوی اصلي پایلو کې بدلون راولي.

سږکال جولای میاشت کې ښاغلي کومي ویلي ول، کله چې مېرمن کلنټن د بهرنیو چارو وزیره وه، له خپل شخصي برېښنالیک څخه یې د حساسو شیانو په راکړې ورکړې کې بېغوري کړې ده، خو جرمي اړخ یې ورنه کړ.

د مېرمن کلنټن د برېښنالیکونو خبره یو ځل بیا وروسته له هغه برسېره شوه چې د دې د یوې نژدې مشاورې د جلا شوي مېړه، انتوني ویینر لپ ټاپ کې بحث پاروونکي برېښنالیکونه وموندل شول.

د څېړنو له پیل سره د ایف بي ای چارواکو ویلي ول چې د مېرمن کلنټن شخصي سرور کې ځینې حساس معلومات موجود دي او دوی به پرې څېړنې وکړي.

نظر پوښتنو ښودله چې د رسمي برېښنالیکونو لپاره د شخصي برېښنالیک سرور کارولو موضوع، هغه هم د ولسمشریزو ټاکنو پر مهال،د مېرمن کلنټن د محبوبیت کچه ټيټه کړې وه.

اوس چې رایې ورکونې ته دوه ورځې پاتې دي، د ټاکنو په درشل کې د دیموکراټ ګوند پلویان د ایف بي آی نوو څرګندوونو ته خوشحاله دي.