تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د هیلري کلنټن د برېښنالیکونو موضوع بیا څېړل کېږي
د امریکا پلټنې ادارې ' ایف بي ای مشر جیمز کومي د دغه هېوادکانګریس ته ویلي، د هیلري کلنټن د برېښنالیکونو موضوع له سره څېړي.
پلټونکي وايي 'د یوې غیر اړوند موضوع' په تړاو نوي برېښنالیکونه را څرګند شوي، چې باید وڅېړل شي.
ښاغلی کومي وايي دوی به هڅه وکړي، معلومه کړي چې په دغو برښنالیکونو کې کوم محرم معلومات شته که نه؟
ایف بي ای چارواکو له مخکې ویلي، چې د مېرمن کلنټن پر شخصي سرور ځینې حساس معلومات موجود وو.
ښاغلي کومي له دې مخکې د حساسو معلوماتو په اړه هغه مهال چې مېرمن کلینټن د امریکا د بهرنیو چارو وزیره وه د هغې یو شمېر کړنې (بې پروا) بللې وې، خو داسې څه یې نه و ویلي، چې ګواکې هغې کوم جرم کړی.
کانګریس ته په خپل لیک کې نوموړي لیکلي:
'زه نه شم ویلای چې دغه مواد به مهم وي که نه او زه دا هم نه شم ویلای چې دغه چاره به څومره وخت ونیسي. '
د دغې موضوع اهمیت
انتهوني زرکر، بي بي سي واشنګټن
ښايي دا موضوه هېڅ اهمیت و نه لري او دا هم کېدای شي، چې خورا مهمه موضوع وي، خو په هر صورت دا موضوع د امریکا له ټاکنو مخکې پای ته نه رسېږي، چې اوس ورته له دوو اونیو هم لږ وخت پاتې دی.
هغه لیک، چې ښاغلي کومي کانګریس ته لیکلی له ابهامه ډک دی.
په دغه لیک کې داسې هېڅ نه دي ویل شوي، چې دغه ' غیر اړوند موضوع ' څه ده، چې له کبله یې دغه دوسیه بېرته پرانیستل کېږي.
خو دې سره به د مېرمن کلنټن مخالفین یوه غښتلتیا ومومي او د خپلې هغې ادعا د ثبوت په توګه به دغه موضوع وړاندې کړي، چې ګواکې د مېرمن کلینټن کړه وړه غیر قانوني وو.
راتلونکي اونۍ به د مېرمن کلنټن پلویان هڅه وکړي دې لړ کې له خپل دریځه دفاع وکړي.
څرګنده ده، چې د ټاکنو مهال له رارسېدو سره هممهاله د دغې دوسیې دویم ځلي پرانیستل کېدل به مېرمن کلینټن ته زیان واړوي.
که نوموړې دغو ټاکنو کې بریالۍ هم شي، د دغې موضوع سیوری به تر ډېره مهاله پر ځای پاتې شي.
د فساد درجه
د رییل کلیر پولیټیکس په نوم د نظر پوښتنې پایلې ښيي، چې دا مهال مېرمن کلنټن د خپل سیال ډونالډ ټرمپ پرتله پنځه درجې مخکې ده. بل لور ته مېرمن کلینټن په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.
خو سیال یې ډونالډ ټرمپ نیو همپشایر کې خپلو پلویانو ته وینا کې وویل:
د هغې د غیرقانوني او جرمي کړنو هغه دوسیه بیا پرانیستل شوې ده، چې له کبله یې د امریکا خوندیتوب له ګواښ سره مخامخ شوی و:
'' د مېرمن کلنټن د فساد کچه دومره لوړه ده، چې موږ یې مخکې هېڅ ساری نه دی لیدلی، موږ باید هغې ته فرصت ور نه کړو، چې خپلو توطیو سره سپینې ماڼۍ ته ننوځي. ''
نظر پوښتنې ښيي، چې د برېښنالیکونو لپاره د شخصي برېښنالیک سرور کارولو موضوع له رابرسېره کېدو وروسته د مېرمن کلینټن د محبوبیت کچه ټيټه شوې ده.