تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د غلا نارنج له موټرو بهر راووتل
اسپانیا کې پولیسو دوو ګاډو کې غلا شوي څلور ټنه نارنج نیولي دي. سیولي سیمه کې پولیسو ته دوه ګاډي مشکوک ښکاره شوي او له پلټنې وروسته معلومه شوه، چې نارنج پکې بار دي.
له پنځو نیول شویو کسانو نه یوه پولیسو ته لومړي سر کې ویلي و، چې نارنج یې له ځمکې راټول کړي دي. خو وروسته معلومه شوه، چې نارنج د یوه نژدې ښارګوټي کارمونا له یوه زېرمتونه غلا شوي وو.
پولیسو د دوو کوچنیو ګاډو له پلټنې وروسته نژدې سیمه کې یو بل ګاډی هم وموند چې نارنج پکې بار و. وروسته نیول شویو کسانو ویلي، د خپل خوراک لپاره یې نارنج لېږدول، خو پولیس وايي دوی د دومره ډېرې مېوې لېږد لپاره هېڅ ډول رسمي اسناد نه درلودل.