د ۱٫۳ میلیون ډالرو په ارزښت وډکا بوتل چا غلا کړی؟

د ډنمارک پولیس اوس د وډکا څښاک د هغه بوتل د غلا په اړه څېړنه کوي، وايي په ګرده نړۍ کې یې د ۱٫۳ میلیون ډالرو ارزښت یې درلود.

دا بوتل له سرو او سپینو زرو جوړ شوی او سرپوښ یې د الماسو دی. د شراب پلورنې د هټۍ څښتن بریان انګبرګ وايي، دا بوتل د "هاوس اف کارډس" په نوم د لمسوونکې تلوېزیوني سیاسي ډرامې یوه برخه و.

د څار کامرو کې د بوتل غل ښودل شوی چې د وډکا بوتل اخلي او له شرابخونې تښتي.

پولیس وايي، تراوسه ښکاره نه ده چې ایا دا غل دې ځای ته څرنګه ننوتلی، کیلي یې ورسره وه که یې کوم بل چل ورباندې کړی.

د "کافې ۳۳" په نوم شراب خرڅلاوځي څښتن انګبرګ یوه سیمه ییز تلوېزیون ته ویلي، دا بوتل یې له "ډارټز موتور" شرکت نه په پور اخیستی و.

نوموړی زیاتوي: "دا بوتل شپږ میاشتې له ما سره و، خو اوس تری تم شوی."

د موټرجوړونې "روسو - بالټیک" شرکت وايي، د وډکا دا بوتل د شرکت د کارخونې جوړېدو د سلم کال د لمانځلو لپاره جوړ شوی و.

پر بوتل د "راډیټر" نښه هم کښل شوې چې تر ډېره د موټر جوړونې "روسو- بالتیک" شرکت پر موټرو جوړېږي.

خو سرپوښ یې د د روسي امپراتور د ګوربت دی، چې له الماسو جوړ شوی.

انګبرګ وايي، دا بوتل د امریکا په یوه مشهور تلوېزیوني سریال "هاوس اف کارډس" کې هم د روسي ولسمشر له خوا خپل امریکايي سیال ته د ډالۍ په توګه وړاندې شوی.

د "ډارټز" شرکت بنسټګر لیونارد یانکیلوویچ بي بي سي ته ویلي، د دغه کمیابه بوتل بېرته ستولو هیله لري.