تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د چین لومړی امپراتور څنګه د ژوند اکسیر په لټه کې و؟
یوې نوې لرغونڅېړنې په ډاګه کړې چې د چین لومړی امپراتور له میلاد ۲۰۱۰ کاله وړاندې، په ۴۹ کلنۍ له مړینې وړاندې د ژوند د اکسیر په لټه کې و.
د "خټین پوځ" بنسټګر کي شي هیونګ د چین په لروبر کې خپلو ټولو کسانو ته د افسانوي شرابو موندلو امر وکړ، داسې چې هغه ته بېرته خپله تلپاتې ځواني ورستنه کړي.
څېړنه ښيي، د امپراتور په دې امر سره پر زرګونو لرګینو دړو د ۲۰۰۰ کلنو هغو متنونو څېړنه پیل شوه، چې د اکسیر په اړه معلومات پکې وو. دا هغه وخت و چې چینایانو لا کاغذ نه و اختراع کړی او متنونه په لرګینو دړو لیکل کېدل.
په ۲۰۰۲ کال د چین مرکزي هیونین ولایت په یوه څاه کې دا ډول لرګینې دړې وموندل شوې.
په دې دړو کې د امپراتور فرمانونه لیکل شوي چې سیمه ییزو حکومتونو یې ځوابونه هم ورکړي.
په دې کې د "لانګیا" سیمه هم یاده شوې، چې وګړو یې باور درلود په یوه "سیمه ییز غره کې یو بوټی" د ژوند د اکسیر وړتیا لري.
د چین امپراتور "خټین پوځ" جوړ کړ، چې دی په همدې پوځ ډېر مشهور شوی هم دی او هڅه یې دا وه تلپاتې وي.
د امپراتور په قبر کې د خټین پوځ مجسمې له اتو زرو پوځيانو او اسونو او ګاډیو سره "تر مرګ وروسته د هغه د ساتنې لپاره" جوړې شوې.