تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د خرو په مرسته د ګران بیه موټر غلا
سویلي افریقا کې پولیسو د هغو غله مخه نیولې، چې غوښتل یې یو ګران بیه موټر د لیمپوپو سیند له لارې د خرو په مرسته زمبابوې ته ولېږدوي. پولیس وايي غله په شګو کې د نښتي موټر پر ایستلو نه دي بریالي شوي او د زمبابوې پر لور تښتېدلي دي.
تېر کال دسمبر کې هم همدې سیند کې یو ګاډی موندل شوی و، چې خرو پورې غوټه شوی و. پولیس وايي دوی فکر کوي دا د غلو یوه شبکه ده، چې د غلا دغه نوی ډول کارووي او دوی یې په اړه څېړنه کوي.
د پولیسو یوه افسر موتلاپیلا موجاپیلو ویلي، موسینا سیمې ته نژدې د سیند پر غاړه دغه مرسیډیز سي ۲۲۰ ډوله موټر موندل شوی دی.
غلو د موټر تر ټایرونو لاندې اوسپنیزې تختې ایښې وې، چې د خرو لپاره یې څکول اسان شي. تر اوسه معلومه نه ده، چې غلو موټر د چلولو پر ځای ولې د خرو په وسیله زمبابوي ته لېږداوه، خو جوهانسبرګ کې د بي بي سي خبریاله پومزا فیهالاني وايي ښايي یوه وجه یې دا وي، چې نوي موټرونه د یوې الې له لارې سټیلایټونو سره وصل وي او د غلا په صورت کې یې ځای ځایګی معلومېږي، خو دغه الې یوازې هغه مهال فعالیږي، چې موټر چالان شي.
لیمپوپو سیند د سویلي افریقا او زمبابوې تر منځ پوله جوړوي او د دواړو هېوادونو تر منځ د غیر قانوني کډوالو د تګ راتګ مشهوره لاره بلل کېږي، خو زموږ خبریاله وايي د غلا شویو موټرونو لېږدولو لپاره د دغه سیند نوم د ډېرو لپاره حیرانونکی دی.