تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
هندي پولیسو ۶۰۰۰ غلا شوې شمشتۍ نیولې
هندي پولیسو تر ۶۰۰۰ ډېرې داسې شمشتۍ نیولې، چې ښکاریانو له هېواده بهر ته قاچاقولې.
دغه شمشتۍ اتراپردیش ایالت کې داسې مهال نیول شوې، چې په پلاستیکونو کې ژوندۍ اچول شوې وې او کلکلتې ته وړل کېدې.
یو سړی د څلورو ټنو شمشتیو د لېږد په تور نیول شوی چې د هېواد په تاریخ کې د شمشتیو دا یوه لویه لېږدونه ده.
شمشتۍ خطرناکې نه ګڼل کېږي، خو ځینو سوېل ختیځو اسیایايي هېوادونو ته یې قاچاق کول له دې کبله دي چې هلته یې غوښه ډېره ګرانه ده.
د شمشتیو غوښه د جنسي پیاوړتیا لپاره کارول کېږي، خو له هډوکیو یې په دودیز طبابت کې پوډر جوړېږي.
شمشتۍ د کنګا له سیند نه داسې مهال نیول شوې، چې هلته د مړو شویو ژویو د رایستلو او پاکولو کار روان و.