سعودي پخوانی وزیر د "یو میلیارد ډالرو مقابل" کې خوشی کړی

الأمير متعب

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، شهزاده متعب د راتلونکي پاچا په سترګه کتل کېږي.

سعودي چارواکو د ملي ګارد پخوانی وزیر شهزاده متعب بن عبدالله له درې اونیزه بند وروسته، د "برابرښت معاملې" په لړ کې خوشی کړی دی.

وړاندې د سې شنبې په ورځ د سعودي یوه چارواکي د متعب د خوشي کولو په اړه خبر افشا کړ، چې وايي نوموړي حکومت ته څه باندې یو میلیارد ډالر ورکړي دي.

۶۵ کلن شهزاده متعب د راتلونکي پاچا په سترګه کتل کېږي. نوموړی خپل پلار پاچا عبدالله ته تر ټولو ګران او نژدې کس و او د خپل پلار واکمنۍ کې هم د واکمنې کورنۍ تر ټولو لوړ پوست ګومارل شوی و.

یوه سعودي چارواکي چې په هېواد کې د فساد د قضیو څېړلو ګډون کوونکی و، ویلي شهزاده متعب له حکومت سره د برابرښت هوکړه کې خپل فساد منلی دی.

دی وايي، که څه هم په ډاګه نه ده چې متعب به حکومت ته څومره پیسې ورکوي، خو تر یو میلیارد ډېرې اټکل شوې دي.

دغه چارواکي رویټرز خبري اژانس ته ویلي، د فساد قضیه کې درې نور تورن کسان هم له ورته برخلیک او معاملې سره مخامخېدونکي دي، چې یو پکې د سعودي د شاهي مراسمو پخوانی مشر محمد الطبیشي دی.

ځینې باوري سرچینې وايي، د سعودي لوی څارنوال د ځینو کسانو د خوشي کولو ژمنه کړې او لږترلږه پنځه نور کسان به تر قضايي تعقیب لاندې وي، چې تر اوسه یې هویت نه دی ډاګیزه شوی.

چارواکو د نومبر پر څلورمه د شهزاده ګانو او اوسنیو او پخوانیو وزیرانو په ګډون لسګونه کسان د فساد قضیې څېړلو په یوه کمپاین کې ونیول.

دا کسان وروسته تر هغه ونیول شول چې د سعودي پاچا سلمان بن عبدالعزیز د خپل زوی وليعهد شهزاده محمد په مشرۍ د فساد ضد یو کمیسیون جوړ کړ.

د فوربز د رپوټ پربنسټ، د شهزاده ولید بن طلال شتمني ۱۶٫۵ میلیارد ډالر ښودل شوې

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، د فوربز د رپوټ پربنسټ، د شهزاده ولید بن طلال شتمني ۱۶٫۵ میلیارد ډالر ښودل شوې

په نیول شویو کې ۱۱ شهزاده ګان، یو میلیاردر ولید بن طلال او څلور اوسني وزیران او لسګونه پخواني نور وزیران دي.

سعودي چارواکو د نیول شویو کسانو د فساد اړوندو پیسو کنګل کولو امر کړی او د هغوی فساد اړوند شتمنۍ یې د حکومت په نوم کړې دي.

لاندې د نیول شویو شهزاده ګانو او سوداګرو لیست دی:

  • ولید بن طلال (سوداګر) ۱۶٫۵ میلیارد ډالر
  • محمد العمودي (سوداګر) ۱۲ میليارد ډالر
  • صالح كامل (سوداګر) ۳٫۷ میليارد ډالر
  • بكر بن لادن (سوداګر) د کورنۍ شتمني یې ۷ میلیارد ډالر ده
  • الوليد بن ابراهيم (سوداګر) ۲٫۳ میليارد ډالر
  • عمرو الدباغ (سوداګر) ۱٫۵ میليارد ډالر
  • ناصر الطيار (سوداګر) ۶۰۰ میليون ډالر
  • عادل الفقيه (سوداګر او د اقتصاد او پلان پخوانی وزیر) ۴۷۰ میليون ډالر
  • شهزاده متعب بن عبد الله (د ملي ګارد پخوانی وزیر) ۱۱۰ میلیون ډالر