د سعودي وليعهد: ترهگري د اسلامي عقيدې نوم بدوي

د عکس سرچینه، Getty Images
د سعودي وليعهد شهزاده محمد بن سلمان وايي "د ترهگرۍ تر ټولو لوى خطر د اسلامي عقيدى نوم بداوى دى او اړينه ده چې د روان حالت مخنيوى وشي."
شهزاده محمد دا څرگندونې د ترهگرۍ ضد اسلامي اېتلاف د دفاع وزيرانو په لومړنۍ غونډه کې کوله چې د سعودي عربستان په پلازمېنه ريا ض کې جوړه شوې وه.
وليعهد محمد چې د سعودي دفاع وزير هم دى د دغې ټلوالې د دفاع وزيرانو او پوځي چارواکو پر وړاندې وويل:
"نن له ٤٠ زيات اسلامي هېوادونه په ټينگه دا اشاره کوي چې دوى به په گډه سره کار کوي او د يو بل د هڅو د ملاتړ لپاره به په ډېرغښتلي ډول په جارو کې سره همغږي وي."
نوموړي زياته کړه چې دغه هېوادونه ترهگرۍ سره د مبارزې په برخه کې په خپلو کې هر راز همکارۍ او مرستې ته چمتو دي، که دا پوځي مرستې وي او که مالي، سياسي او يا استخباراتي.
د ترهگرۍ ضد اېتلاف چې په ٢٠١٥ م کال په ډسمبر کې جوړ شو د افغانستان، پاکستان، عربي متحده امارات، مصر، ترکيه، ماليزيا، نايجريا او قطر په گډون ٤١ هېوادونه په کې غړيتوب لري.
د پاکستان د پوځ پخوانى مشر جنرال راحيل شريف چې اوس د دغې ټلوالې پوځي مشري په غاړه لري، د غونډې په پرانيسته کې وويل "د دغه پوځي جوړښت موخه د سرچيېنو برابرول، همغږي او په خوندي ډول د پوځي مالوماتو راکړه ورکړه ده. همداراز د ترهگرۍ پر وړاندې جگړې لپاره د پوځي وړتيا پياوړي کولو کې د غړو هېوادونو هڅول دي."
دا غونډه په داسې کې جوړه شوې چې د سعودي او د دغه هېواد لوى سيال ايران ترمنځ اړيکي خورا ترينگلي حالت کې دي.
رياض تهران په لبنان کې د حزب الله او يمن کې د حوثيانو په ملاتړ تورنوي.










