یوه کال کې د ۵۰ زرو کاروبار څنګه ۸۰۰ میلیونو ته ورسېد؟

ر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د زوی او لور منځ کې امیت شاه

د هند خبري وېبپاڼې (دي وایر) د ادعا له مخې د دغه هېواد د واکمن ګوند د یوه مهم مشر او د لومړي وزیر نرېندر مودي د نږدې ملګري امیت شاه د زوی جي امیت شاه د کمپنۍ کاروبار له ۲۰۱۴ تر ۲۰۱۵ کال پنځوس زره روپۍ و، خو په ورپسې کال(۲۰۱۵) کې اتیا کروړه یا ۸۰۰ میلیونو روپیو ته رسېدلی.

په دغه کال نرېندر مودي د هند لومړی وزیر شو.

د دې ادعا له مخې که د یو مهم مشر او د ګوند د مشر د زوی کاروبار په یو کال کې دومره ډېرېږي، خبر جوړوونکی شي.

که نورې رسنۍ د دې خبر په هکله خبرې نه کوي، نو دا نوې خبره نه ده.

تېرو درې څلورو کلونو کې موږ دا ولیدل چې یو ډول یووالی جوړ شوی او په هغه کې د شرکت د ګټو له مخې حکومت د رسنیو ازادي کنټرولوي او دا یواځې ګنګوسې نه دي بلکې څو لوی رسنیز جالونه یا شبکې هم له فشار سره مخ دي.

هلته نورې وړې وړې رسنیزې ادارې او رسنوال له خپلو کمو اسانتیاوو سره د حکومت او شرکتونو( د رسنیو خصوصي شرکتونو) د یووالي خلاف د رپوټ هڅه کوي او د هغوی خلاف د میلیونو روپیو د عزت سپکاوي دعوه کېږي.

هڅه دا ده چې خبریالان او رسنۍ په خبرداري او اختارونو سره خاموش کړل شي.

ر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د جي امیت شاه دا معامله د رابرټ واډرا له معاملې سره پرتله کېږي

د جي امیت شاه په دفاع کې د مرکزي حکومت وزیران خبر غونډې جوړوي.

دا هرڅه د کانګرېس په وخت کې هم و، د کانګرېس وزیرانو هم د سونیا ګاندي د زوم رابرټ واډرا په ملاتړ خبرې کولې.

هغه وخت چې ګانګرېس څه وکړل هغه بې شرمي وه، خو اوس خبره د بې شرمۍ له پولې اوښتې ده.

که څه هم د امیت شاه د زوی مسله د رابرټ واډرا له معاملې سره پرتله کېږي.

خو خبره دا ده چې د رابرټ واډرا معامله په رسنیو کې پوره راتله، مګر اوس هغو رسنیو بل معیار غوره کړی دی.

د کانګرېس حکومت کې چې کله د فساد خبره پورته کېدله، رسنیو په ډاګه ویله، خو اوس هغه رسنۍ د بي جي پي خلاف که څه لیکي نو ترې لرې کېږي.

ر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، رسنۍ د اوسني حکومت په هکله ډېر څه نشي لیکلی.

ښکاره ده چې اوس د رسنیو ازادي او خبریالان له خطر سره مخ دي او دا خطر خورا ډېر دی.

د رسنیو چلوونکي لوی لوی خصوصي شرکتونه خپلې کاروباري ګټې لري چې حکومت ته یې هم ګټه رسېږي.

که څه هم د خصوصیتوب او رسنیو اړیکه ډېره پخوانۍ ده، خو اوسنی حکومت د خپلو موخو لپاره ترې خورا ډېره ګټه اخلي او اغېز یې د هېواد پر ولسواکۍ خورا روښانه لیدل شي.