سعودي پاچا ولې اړ شو چې د پخواني شوروي وارث ته ورشي

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, ډاکټر لطيف بهاند
- دنده, افغان لیکوال
روسیه او سعودي عربستان له ۱۹۲۶ م کال راهیسې ډیپلوماتیک سیاسي اړیکي لري، خو دا لومړي ځل دی، چې د عربستان یو پاچا مسکو ته رسمي سفر کوي.
په ١٩٣٨م کال کې د دواړوو هېوادونو اړیکي وشلېدل او دې حالت تر ۱۹۹۱ م کال يانې د شوروي تر ړنګېدو پورې دوام درلود.
په دې کال بېرته سفارتونه پرانيستل شول.
د روسیې ولسمشر، په ۲۰۰۷ کال کې سعودي عربستان ته سفر کړی و .
ویلادیمیر پوتین د پاچا سلمان اوسنی سفر د دواړو هېوادونو د سیاسي اړیکو یوه غوره بېلګه وګڼله.
دواړو خواو په ۲۰۱۳ م کال کې داسې یو تړون لاسلیک کړ، چې سعودیان به له روسیې ۴ میلیونه ټنه غنم واخلي.
دغو دواړو هېوادونو، خپل ټول اقتصادي توان سره، تر دې سفره پورې یوازې ۷ دوه اړخیزه تړونونه لرل.
دا دی روسیه اوس له هغه چا سره خپل سیاسي، اقتصادي، پوځي او فرهنګي اړیکي پیاوړي کوي، چې اوسني نژدې سیاسي او پوځي ملګري يې لکه ایران، قطر او سوریه، په مخامخ ډول ورسره په دوښمنۍ اخته دي.
ان دوه کاله وړاندې د دغو دواړو هېوادونو اړیکي داسې و چې د روسیې ولس مشر ويلي و "که امریکا پر سوریې برید وکړي، روسیه به پر عربستان او قطر برید کوي."
له بله پلوه، یو سعودي شهزاده، یو کال مخکې (۲۰۱۶ کال - نوامبر ) ویلي و که روسان په سوریې کې د حلب په ښار کې، د اسد د مخالفینو پر ضد خپل عملیات بند نه کړي، دوی به د اسراییلو او لوېدیزو هېوادونو په مرسته پر روسیې برید وکړي.
د روسيې او ترکیې له خوا د یوه بل پر وړاندې ډنډورې خو د ټولو په یاد دي.
سعودي خو لا تر اوسه هم په ښکاره او په خورا ستر خرڅ په سوریه کې د روسي پوځ پر وړاندې جنګېږي.
نو کوم لاملونو وو، چې د سعودي بوډا پاچا یې دې ته اړ کړ، چې مسکو ته لاړ شي؟
تر هرڅه د مخه، په دې څو کلونو کې د عربستان شاهي کورنۍ پر وړاندې کورني مخالفتونه زیات شوي او روسيې هم د پټو او ښکاره غورځنګونو ملاتړ کړى.
بل لور ته له ګاونډیو او نژدې هېوادونو (یمن، سوریه، ایران، قطر) سره د عربستان اړيکې کړکېچن شوي.
بل لامل ښايي دا وي چې د اسد مخالفين کمزوره شوي، داعش په سيمه کې وده کړې، پر سوریې، ترکیې او د کوردانو پر ژوندانه د روسیې اغیز ډېر شوى.
روسیې همداراز له تور سمندرګي، سوریه کې د اسد پر مخالفینو د بالستیک توغندیو مرګوني ګوزارونه وکړل او دا انگېرنه هم شته چې د اړتيا پر وخت کولى شي دا بريدونه د سعودي په گډون ټول منځني ختیځ ته وغځوي.

د عکس سرچینه، Getty Images
نو عربستان هیله لري، روسیه وهڅوي چې د ایران، یمن (حوثي ډله)، سوریې، عراق او د کوردانو له ملګرتیا لاس واخلي.
د یمن د پخواني ولس مشر او د عربستان د ستر مخالف علي عبدالله صالح له ملاتړه تېر شي او په دې توگه د روس، قطر او د ایران د ملګرتیا مخه ډب کړي.
پاچا سلمان ښايي په ځانګړي ټوګه وغواړي پر روسانو دا ومني چې نور دي د بشار اسد د پرځېدو مخه و نه نیسي.
عربان غواړي، د نورو پوځي مهماتو تر څنګ له روسیې د هوايي دفاع تر ټولو پرمختللی توغندی(اس-۴۰۰) واخلي، هغه څه،چې ایران او سوریې لا پخوا تر لاسه کړي دي.
سعودي ښايي دا هم وغواړي چې له روسيې پرمختللې پوځي ټیکنالوجي وپېري.
کېدای شي ځېنو شهزادګانو په روسیه کې پانګې اچونې ته زړه ښه کړی وي، ځکه روسیه که څوک غواړي او یا نه، نه یوازې د نړۍ یو ستر سیاسي، فرهنګي لوبغاړی دی، بلکې د نړۍ سترو اقتصادي بازارونو کې هم راځي.
سعودي هیله لري، یا کولای شو ووایو، دواړه خواوې هیله لري، د اوپک ټولنې له لارې، د ګډ دریځ په غوره کولو سره، د تيلو د بيې لا پرېوتو مخه ونیسی.
د اوپک غړو هېوادونو او په ځانګړي ډول سعودي او روسیې په ۲۰۱۶ کال کې پریکړه وکړه، چې د تيلو د بیې لا ټېټېدو مخنيوي لپاره به د خپل تولیداتو کچه ټيټوي.
دوی د اوپک ټولنې راتلونکې او برخلیک ټاکونکې غونډې ته، چې ټاکل شوې په ۲۰۱۸ کال کې جوړه شي، ګډ چمتوالی نیسي.
د څو میلیارډ ډالرو په پانګه د یوه ګډ اقتصادي صندوق جوړول اوتر ۲۵ پورې دوه اړخیزو تړونونو لاسلیکول هم د سفر بله موخه ده.
تېره اوونۍ د امریکا د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیرې کانډولیزا رایس، چې د خپل د وزارت پر مهال يې خپلې ټولې زده نا دودې پر روسیې وکړې، وویل:
"اروپایانو پام کوئ! بې روسیې نه کېږي".
رښتیا دغه جنجالي ښځه په مسلک روس پېژندونکې ده.
هغې خپلې یوه برخه زدکړې د مسکو په دولتي پوهنتون کې کړې دي. کېدای شي دا مېرمن او ډېر نور امریکایان، د سعودي د دربارمشاورین وي.
خو روسي مورخین او ناسیونالیستان به هېڅکله د عربستان هغه میلیاردونه هېر نه کړي، چې د تېرې پېړۍ د ۸۰ م کلونو په اوږدو کې یې افغان تنظیمونو ته د شوروي پر ضد ورکول.
البته روسي څېړونکي داسې يوه انگېرنه هم لري، چې د مسکو پر وړاندې د چېچنیانو د جګړې یو مالي مرستندوي، ښايي سعودي عربستان وي.
په هر حال د هېوادونو له پاره شخصي ګټي، ملي ګټي او استخباراتي ګټي، تر هر څه غوره دي.
او په دې خبره د روسيې ولسمشر ویلادیمیر پوتین ښه پوهېږي.









